Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اقتصاد وزارت: د بندیزونو د لرې کولو هڅې روانې دي

اقتصاد وزارت وايي چې د نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا بندیزونو تر ډېره هېوادوالو ته زیان رسولی دی.
د دغه وزارت مرستیال زیاتوي، اسلامي امارت له ډېپلوماټیکو لارو د دې بندیزونو د لیرې کولو هڅه کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د اسلامي امارت هڅه دا ده چې له ډېپلوماټیکو لارو او اقتصادي ډېپلوماسۍ څخه په استفادې بندیزونه لګوونکي هېوادونه قانع کړي چې په هر سیاسي قیمت اقتصادي اهداف ونه څاري او دا کار د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.»
له بلې خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې پر افغانستان بندیزونو په هېواد کې د وزګارۍ کچه زیاته کړې ده.
د اقتصادي چارو کارپوه منصور هدایت  وايي: «په کلني ډول شاوخوا څلور تر پنځه سوو زره کسان د کار بازار ته وړاندې کېږي، خو له بده مرغه موږ ګورو چې د کار زمینه ورته نه برابرېږي، موږ د دې شاهدان یوو چې په افغانستان کې د کار زمینه په چټکۍ سره ښکته روانه ده.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د افغانستان شتمنیو پر کنګل کولو نیوکه کړې ده.
ددغه وزارت ویاند زیاتوي چې په سویس کې اماني صندوق ته د افغانستان د شتمنیو لېږدول د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره بسنه نه کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي: «موږ له لوېدیځو هېوادونو غواړو چې ژرترژره د افغانستان بانک اسعاري زېرمې آزادې کړي، موږ په دې باور یو چې د افغانستان له غلا شویو پیسو د یوه اماني صندوق جوړېدل، نیم کاره او ریاکارانه اقدام دی. دا اقدامات د افغانستان د بېخ بنسټونو او اقتصادي ثبات لپاره بسنه نه کوي.»
له بلې خوا د کاناډا لومړی وزیر وايي چې له افغانانو سره د مرستې برابرولو لپاره هڅې کوي.
د کاناډا لومړی وزیر جسټن تورډو وايي: «موږ پوهېږو چې له افغانانو ملاتړ څومره مهم دی، د کاناډا زیات شمېر اوسېدونکي له دې هېواد سره مستقیمې اړیکې لري او هلته یې د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو لپاره د فرصتونو برابرولو په موخه خدمت کړی دی. موږ د داسې لارو چارو په لټه کې یو چې وکولای شو له افغانانو سره مرسته وکړو.»
د افغانستان څه د پاسه نهه میلیارد ډالره شتمني په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې او تمه کېږي چې درې نیم میلیارد ډالره یې په سویس کې اماني صندوق ته ولېږدول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه