اروپا ته د خصوصي برخې له خوا د صادراتو له پيل سره هم مهاله، ۱۲ ټنه جلغوزې او ۸ ټنه کشمش او د پیسې مغز له هراته المان ته صادره شوه.
دغه د وچې مېوې دغه جوپه د ځمکې له لارې د اسلام کلا له بندره ایران ته لېږدول کېږي او وروسته له ترکیې اروپا ته به ورسېږي.
د جلغوزو صادرونکي شرکت مسوول هادي اکرمي وايي:«له ډېرې عالي بسته بندۍ سره، له لوړ کیفیت سره چې ټول یې د اروپا کیفیت لري.»
د ننګرهار جلغوزې د هرات ښار په یوه مرکز کې د یو شمېر مېرمنو له لوري پروسس او صادرولو ته چمتو کېږي.
د جلغوزو د پروسس څانګې کارکوونکې تاج ګل وايي:«جلغوزې ښې او کیفیت لرونکي دي کارګران هم کار کوي او دا بهر ته وړي.»
د جلغوزو د پروسس څانګې کارکوونکې فیروزه هم څرګندوي:«موږ ډېره هڅه کوو، د ورځې اوه تر اتو ساعتونو کار کوو.»
هرات کې د خصوصي سکتور مسوولین هیله من دي چې له هېواده د باندې د کورنیو تولیداتو صادرات عادي حالت ته را وګرځي.
د هرات د صادرونکو ټولنې مرستیال مهدي اکرمي وویل:«په ټول کې افغانستان چې یو مېلیار ډالر صادرات چې لري، کابو ۲۵۰ مېلیونه تر ۳۰۰ مېلیونه ډالر یې د افغانستان له لوېدیځې حوزې د هرات ولایت دي.»
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مسعود سادات وايي:«هغه ستونزه چې اوس موجوده ده په بهرني بازار کې مارکېټنګ دی ځکه چې سوداګر یوه محدوده لاسرسي لري.»
د هرات سیمه ییز مسوولین ډاډ څرګندوي چې د صاداراتو په برخه کې به خصوصي سکتور ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر احمد سیرت څرګندوي:«اسلامي امارت هغو سوداګرو او صنعت کارانو ته چې هغوی بهر ته صادرات لري په هر حالت کې له هغوی ملاتړ کوي او همدارنګه ستونزو ته یې رسېدنه کوي.»
د هرات د صادرونکو ټولنې د شمېرو له مخې، دا مهال پنځوس ډوله بېلابېل کورني تولیدات له هېواده بهر ته صادرېږي.
په دې اړه مو اندونه