Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې اوسېدونکو د چرګانو غوښې او هګیو بیې له لوړوالي شکایت کوي

د پلازمېنې اوسېدونکي په بازارونو کې د چرګانو غوښې او هګیو له لوړې بیې شکایت کوي.

دوی وايي، د پلازمېنې په بازارونو کې د هګیو او د چرګانو د غوښې بیه پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

د کابل اوسېدونکی نوی فضلي وايي: «یو وخت یو قالب هګۍ ۲۰۰ افغانۍ وې، خو اوس ۳۰۰ افغانۍ دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالحق زیاتوي: «هر څه خوا ته چې ورځې بیه یې ګورې، بیا دې جیب ته ګورې هېڅ په‌‌کې نه‌وي.»

له دې سره سم، یو شمېر هټۍوال په بندرونو کې د محصول ډېروالی، د سوداګریزو توکو د کرایې لوړوالی او له هېواده بهر د چرګانو د غوښې او هګیو د بیو لوړېدل د هېواد په بازارونو کې د دغو توکو د بیو له اصلي لاملونو ګڼي.

هټیوال عبدالودود وايي: «تېل ګران دي، په همدې خاطر هر څه ګران شوي دي، له دې ګټه اخیستل ډېر شوي، مالیه یې هم لوړه شوې، په همدې خاطر په بازارونو کې د هګیو بیه لوړه شوې ده.»

یو بل هټیوال ثناءالحق زیاتوي: «موږ خپل تولید نه‌لرو، یوازې یې واردوو، په دې صورت کې چې هغوی پر موږ هره بیه ږدي، موږ اړ یوو چې په بازار کې یې په همغه بیه وپلورو.»

اخوا د کرنې او مالدارۍ خونه په دې باور ده چې که په هېواد کې له بزګرانو ملاتړ وشي، د چرګانو د غوښې او هګیو په تولید کې به زیاتوالی راشي او له دې سره به په بازارونو کې د دغې توکو بیې ټیټې شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وايي: «په لومړي سر کې باید تولید کوونکي وهڅول شي چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د دې تر څنګ باید جوار او نور غله‌جات وکري.»

افغانستان د چرګانو غوښې او هګۍ له پاکستان، ایران، قزاقستان او ازبکستانه راواردوي، خو اوس‌مهال ډېری د چرګانو غوښه او هګۍ له پاکستانه راځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه