Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان - ټرانس د رېل پټلۍ د کار د پيل لپاره خبرې اترې دوام لري

د افغانستان د رېل پټلۍ اداره وایي، چې له ازبیکستان او پاکستان سره د افغان- ټرانس د پروژې د کار د پېلېدو په تړاو خبرې روانې دي او اړتیا ده چې نړۍوال بنسټونه په دې پروژه کې ونډه واخلي.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره به افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له سوېلي اسیا او منځۍ اسیا سره وصل شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت الرحمن شرافت وویل:«په اوسني وضعیت کې، حکومت نه شي کولای د دغې پروژې بودیجه برابره کړي. د هغه لومړني کارونه اسان دي او ډېرې بودیجې ته اړتیا نه لري، چې بشپړ یې کړو. له هغې وروسته نړۍوال بنسټونه کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې دغه رېل پټلۍ به د افغانستان د سوداګرۍ په وده کې هم ونډه ولري.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وویل:«ترټولو ارزانه ټرانسپورټېشن چې دی، د رېل دی. له بده مرغه چې افغانستان له دې یو سلنه هم برخمن نه دی.»

د ازبیکستان د ځوانانو ټولنې مطبوعاتي منشي پر خپل ټوټېر لیکلي دي، چې د افغان - ټرانس پروژې پلي کېدل به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لګښت له ۳۰ تر ۴۰ سلنې کم کړي.

سوداګر زلمی عظیمي څرګنده کړه:«هغه توکي چې افغانستان ته لېږدول کېږي، د رېل پټلۍ له لارې ارزانه تمامېږي. هغه سوداګریز توکي چې په لارو کې خرابېږي، که چېرې د رېل پټلۍ له لارې ولېږدول شي، په سمه توګه به ولېږدول شي.»

د حیرتان - مزار د اوسپنې پټلۍ د افغان - ټرانس د اوسپنې پټلۍ یوه برخه ده، چې اوس مهال له منځنۍ اسیا نه د هېواد د اړتیا وړ ډېری توکي له همدې لارې افغانستان ته راوړل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه