Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد پر بانکونو د بندیزونو د دوام د ناوړه اغېزو په هکله اندېښنې

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې په تېر څه باندې یو کال کې د هېواد پر بانکونو محدودیتونو په هېواد کې پر راکړو ورکړو ناوړه اغېزې کړې دي.

د سوداګرۍ خونه ټینګار کوي، چې اوس مهال سوداګر یوازې د خوراکي توکو او سون توکو د پېرلو لپاره بهر ته پیسې لېږلای شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«خوراکي توکي، لومړي توکي او اړین توکي چې دي د هغه لپاره (ټي ټي) کېږي، خو ډېر وخت نیسي. په وخت سره له یوه ځایه بل ځای ته رسېږي، ډېره ستونزمنه ده ځکه چې د افغانستان بانک تر بندیزونو لاندې دی.»

اخوا، د کابل ځينې اوسېدونکي وایي، چې لا هم له بانکونو نه د پیسو په اخیستو کې له ستونزو سره مخ دي.
 
کابل مېشتی نصیر فرهمند وايي:«خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، تل چې بانک ته مراجعه کوي، په لیکو کې په تمه پاتې کېږي تر دې چې خپلې پیسې ترلاسه کړي.»

خو د افغانستان بانک په دې باور دی، چې بانکونه په ښه وضعیت کې دي او په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په بانکونو کې د خلکو له لوري د پیسو اېښودل زیات شوي دي.
 
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري څرګندوي:«د هرې ورځې په تېرېدو سره بانکي وضعیت مخ په ښه والي دی. د ۲۰۲۲ کال وروستي راپورونه ښيي چې په بانکونو کې د خلکو امانتونه زیات شوي او په بانکي پانګه کې هم زیاتوالی راغلی دی.»

بل خوا د اقتصادي چارو ځیني شنونکي په دې باور دي، چې د پيسو په لېږد کې ستونزو په بازارونو کې د توکو بیې لوړې کړې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وویل:«له دې وروسته کله چې بندیزونه ولګول شول، دوی د صرافیو له لارې له هېواده بهر ته پیسې استولې چې په هرو ۱۰۰ زرو ډالرو څلور زره ډالره لګښت راځي.»

 د اقتصادي چارو بل شنونکی سیر قریشي هم وايي:«د سوېفټ نړۍوال سیسټم پرې شو او سیالیت په مارکېټ کې د مالي سکټور لپاره ستونزې رامنځت کړې.»

د سوداګرۍ اوپانګونې خونه وایي، چې ډيری سوداګر او صنعت کاران د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره بهر ته په ډیر لګښت سره، د حوالې له لارې پیسې لېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه