Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د مرستې لپاره د لوژستیکي مرکز جوړېدل

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په ازبیکسان کې یې یو لوژستيکي مرکز جوړ کړی، چې له هغې افغانستان ته خوراکي توکي ولېږدول شي.

د دغه بنسټ ویاند وایي، چې له ازبیکستانه په ورځ زر ټنه خوراکي توکي افغانستان ته واردېږي او په هېواد کې پر اړمنو وېشل کېږي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي:«د ازبیکستان په ترمز ښار کې د نوي لوژستیکي مرکز د ظرفیت لوړول به له موږ سره مرسته وکړي چې په ښه بڼه وکړای شو شل مېلیون تنو ته په چې اوس وږي دي او خوراکي توکو ته اړتیا لري، هغوی ته په غوره توګه خوراکي توکي ورسوو.»

خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د مرستندویو بنسټونو د مرستو له ټېټ کیفیته شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی فیض محمدي وايي:«ډېر کم کیفیته توکي، حتا اوړه د ۵۰ کیلو په نامه، ۴۰ کیلو ورکوي غوړ یې هم کم کیفیته، لوبیا یې له هغه هم بدتره دي.»

د کابل بل اوسېدونکي شفیع الله هم وویل:«دغه مرستې هغو کسانو ته چې مستحقه دي، نه رسېږي. زه څو کورنۍ پېژنم چې د دغو مرستو مستحقه دي، هغوی ته نه دي رسېدلي.» 

بل خوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې مرستې باید پر بې وزلو په رڼه توګه ووېشل شي.

اخوا، د اقتصادي چارو ځيني شنوونکي پر دې باور دي، چې مرستې هغه مهال ګټورې تمامېدای شي، چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو شنوکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«کله چې دغه اقتصادي پروژې حرکت کوي د خلکو لپاره د کار او دندې زمینه برابرېږي، په هغه صورت کې چې موږ وکړای شو خلکو ته دایمي دندې رامنځته کړو، هغه وخت دی هم د اقتصادي ودې په لور حرکت کوي، هېواد هم کولای شي چې د کار او دندې زمینه رامنځته شي.» 

د خوړو د نړۍوال پروګرام شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۲ زیږدیزکال کې یې په افغانستان کې له ۲۳ مېلیون تنو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده او د مرستو د دوام لپاره یو مېلیارد او پنځه سوه مېلیون ډالرو ته اړیتا لري.
 
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د مرستندویو بنسټونو د مرستو له ټېټ کیفیته شکایت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه