Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ۲۰۲۳ کال کې شدیدو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړۍوال پروګرام تازه راپور ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د بې وزله کسانو شمېر څه باندې ۲۸ مېلیونو تنو ته رسېدی چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ راپور کې راغلي چې دغو کسانو ته د رسېدنې لپاره ۲ مېلیارد او ۲۰۰ مېلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
 
د خوړو د نړۍوال پروګرام د راپور په یوې برخه کې راغلي:«څلور مېلیونه کسان چې ۳.۲ مېلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. ۲۸.۳ مېلیونه کسان چې د افغانستان د ټول نفوس دوه پر دریېمه برخه ده، په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستو ته اړتیا لري.»

د اقتصادي چارو شنوونکی قطب الدین یعقوبي په دې هکله وايي:«د ملګرو ملتونو سازمان مرستې کولای شي چې په منځني یا لنډ مهالي توګه اغېزناکه وي؛ خو د اوږد مهال لپاره په هېڅ ډول نه شي کولای چې په افغانستان کې د بې وزلۍ د کموالي لپاره اغېزناک وي.»

د دغې څيړنې پر بنسټ، په هېواد کې ۲۰ مېلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي چې له دې منځه شپږ اعشاریه یو مېلیون تنه په قحطۍ او لوږه کې ژوند کوي.

اخوا، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې په افغانستان کې د کورنیو په عوایدو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی.
 
اوچا ویلي:«په افغانسان کې ناوړه اقتصادي وضعیت، د عوایدو د کمېدو، د پورونو د زیاتېدو او بې روزګارۍ د زیاتوالي لامل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ د عوایدو د کمېدو شاهدانې دي.»

بې روزګاره ماه جبین سالار وايي:«د اسلامي امارت له راتګ سره، خپله دنده مې له لاسه ورکړه او دا د دې لامل شو چې زما او د کورنۍ اقتصادي ستونزې څو برابره شوې.»

د کابل اوسېدونکې خاطره حصار هم څرګندوي:«له هغې وخته چې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل شول، له بده مرغه ستونزې یې رامنځه کړې. په ځانګړې توګه زموږ د معاشونو په برخه کې. زموږ معاشونه کم شول او اوس نه شو کولای په هغه معاش چې له ښوونځي یې اخلو خپلې اقتصادي ستونزې حل کړو.»

همدا راز د اقتصاد وزارت وايي د بې وزلۍ د کچې راټيټولو لپاره هڅه کوي چې پر پراختیايي پروژو کار پیل کړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وايي:«اسلامي امارت د بې وزلۍ د کموالي او د دندو د رامنځته کولو لپاره اقتصادي حوزې تر کار لاندې دي او همدارنګه سترې اقتصادي پروژې په لاره اچولي او زموږ هڅه دا ده چې دغه پروژې په راتلوونکي کال کې پراختیا ومومي.»

تر دې وړاندې، ملګروملتونو له افغانستان سره د بې وزلۍ د مخنیوي په موخه د ۴.۶ مېلیارد ډالر مرستې غوښتنه هم کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام د راپور پربنسټ په هېواد کې ۲۰ مېلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي چې له دې منځه شپږ اعشاریه یو مېلیون تنه په قحطۍ او لوږه کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه