د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون نن (چهارشنبې د کب په ۲۴مه) د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو.
د کرنې او اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست د دغه نندارتون په پرانیسته کې له هېوادوالو وغوښتل چې له کورنیو محصولاتو ډېره استفاده وکړي.
د دغه وزارت چارواکو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به له کرنې ملاتړ وکړي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري وايي:«هغه نندارتونونه چې په کال کې جوړېږي. د هڅونې او دودولو لپاره، زموږ د بزګرو د لاسته راوړنو نندارې ته د اېښودو په خاطر دی. زموږ هېواد له هر ډول کرنیزو محصولاتو برخمن دی.»
بل خوا، د کرنې وزارت مرستیال وایي، چې د کرنې، اوبولګونې او مالدراۍ وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې کروندګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کرنې، اوبولګونې او مالدراۍ وزارت مرستیال صدراعظم وویل:«د کرنې په چوکاټ کې د بزګرو ستونزو ته رسېدنه کوو او ستونزې یې حل وو.»
اخوا د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال دغه راز نندارتونونه خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره ګټور ګڼي.
ګډونواله غنچه ګل کریمي وايي:«که چېرې موږ وکړای شو چې بهرنی بازار پیدا کړو، زموږ د تولیداتو کچه لوړېږي.»
ګډونوال عبدالحی هم څرګندوي:«د دغه نندارتون جوړېدل پر تولیدي او زراعتي شرکتونو خپله مثبته اغېزه کوي.»
د هېواد د ۳۴ ولایتونو کرنیز محصولات په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښي دي او له دې ډلې ۵۶ غرفې ښځو ته ځانګړې کړل شوې دي. او نندارتون به څلور ورځې دوام ولري.