Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کارپوهان: سیمه‌ییزو سیالیو د ټاپي پروژې پر چارو سیوری غوړولی دی

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د سرپرست حکومت مسوولانو څو وارې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د دې پروژې چارې پیل شي، خو تر اوسه یې چارې نه‌دي پیل شوي.

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان په‌دې اند دي چې د هند او پاکستان تر منځ سیاسي کړکېچ د ټاپي پروژې د چارو په پیل سیوری غوړولی او پاکستان غواړي چې د ټاپي پروژې پر ځای ټاپ پروژه عملي کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «زما په اند د ټاپي پروژه د پاکستان او هند تر منځ په سیمه‌ییزې سیالۍ کې ده او همداراز دغه پروژه د ترکمنستان-ایران او ترکمنستان-قطر چې په حقیقت کې د هندوستان د ګازو اساسي تمویل کوونکې ده.»

د اقتصادي چارو یو بل کارپوه میر شکیب میر زیاتوي: «د اسیا پراختیايي بانک په څېر د مرستندویه بنسټونو نه تمویل د دې دلیل دی، ځکه د طالبانو رژیم تر دې دمه په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی او بل جدي او مهم بحث د هند او پاکستان تر منځ ناسالم سیمه‌ییزه سیالي ده.»

دا چې ټاپي پروژه د افغانستان لپاره څه ګټه لري، د اقتصادي چارو کارپوهان یې په اړه وايي، له دې سره افغانستان د سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدلېدلای شي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وايي: «د ټاپي نل‌لیکه به افغانستان دا فرصت ورکړي چې دا هېواد په سیمه کې د انرژۍ د جریان په یوه مهم ټرانزیټي مرکز بدل کړي او د دې نل‌لیکې په پلي کېدو سره به له منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا سره د افغانستان یو ځای کېدل اسانه یا چټک شي.»

بل لور ته اقتصاد وزارت وایي، د ټاپي او کاسا زر پروژو د چارو پیلېدو لپاره له نړیوال بانک سره د خبرو په حال کې دي، څو له دغو پروژو مالي ملاتړ وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «زموږ هیله دا ده چې هم د کاسا او ټاپي پروژې مالي ملاتړ د نړیوال بانک له لوري وشي او د سیمې هېوادونه په‌دې برخه کې د هېواد په اقتصادي وده کې هم رول ولوبوي.»

تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د ټاپي پروژې تخنیکي چارې پای‌ته رسېدلي او د یادې پروژې پر وړاندې هیڅ خنډ نه‌شته او دمګړۍ په هرات ولایت کې د یادې پروژې په لار کې د ځمکو د استملاک کار هم روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه