Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټلېفوني اړیکو او انټرنېټي کڅوړو لپاره ثابتې بیې مشخصې شوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، مخابراتي شبکو ته د ټلېفوني اړیکو او انټرنېټي کڅوړو لپاره ثابتې بیې مشخصه کړې.

د دغه وزارت ویاند وايي، د هرې شبکې د پېرودونکو (مشتریانو) تر منځ د ټلېفوني اړیکو د هرې دقیقې بیه ۱ اعشاریه ۸۵ افغانۍ او له یوې مخابراتي شبکې بلې شبکې ته د یوې دقیقې اړیکې بیه ۲ اعشاریه ۲ افغانۍ او د یوه جي بي انټرنېټ بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي:«د یوه جي بي انټرنېټ بیه ۱۱۰ افغانۍ او د اف نټ په اړیکو کې ۲٫۲ افغانۍ او په ان نټ کې ۱٫۸۵ افغانۍ وضع کېږي. مخکې په افغانستان کې د یوه ام‌بي انټرنېټ بیه څه باندې یوه افغانۍ وه چې اوس صفر اعشاریه ۱۱ افغانۍ وضع کېږي.»

خو یو شمېر کابل مېشتي بیا دغه ټاکل شوې بیې هم لوړې ګڼي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارته غواړي چې، بیې نورې هم راټيټې کړي.

د کابل اوسېدونکي بلال وویل:«ستونزې زښته زیاتې دي. د دې لپاره کرېډېټ چې اخلئ نه پوهېږئ چې څه ډول مصرفېږي، د دې لپاره چې ډېر ژر خلاصېږي. ځينې وختونه له اړیکې مخکې، شبکه پیسې اخلي.»

د کابل اوسېدونکی جمشید وايي:«کله چې ۵۰ افغانۍ اچوو، څو دقیقې خبرې کوو، څو دقیقې وروسته اړیکه پرېکېږي. کرېډېټ خلاصېږي.»

له دې سره سم، ځينې هېوادوال بیا د انټرنېټ له ټيټ کیفیته هم شکایت لري او وايي، د انټرنېټ بیه لوړه ده؛ خو سرعت یې ډېر پڅ دی.

شمس الله طلوع نیوز ته وویل:«د انټرنېټ لګښت زښه زیات دی. پخوا که‌چېرې درې جي بي مې فعالوه، لس ورځې یې کار کاوه، خو اوس لس جي بي هم لس ورځې نه کېږي.»

له بل لوري د اقتصادي چارو شنونکي بیا پر دې باور دي چې، د مخابراتي شبکو د ښه فعالیت لپاره باید خلکو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي څرګندوي:«په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو فعالیت ته په پام سره، د کیفیت لوړول او د بیې ټيټول دوه مهم موردونه دي چې کولای شي په هېواد کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیت پر ډول ځانګړې اغېزه ولري. اړتیا ده چې مخابراتي شرکتونه دغو دوو مهمو موضوعګانو ته جدي پاملرنه وکړي.»

د هېواد په ډېریو لویو ښارونو کې خلک مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري؛ خو دغه خدمتونه بیا په لېرو پرتو ولسوالیو کې کم دي او خلک له ستونزو سره مخ دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه