Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مخابراتو وزارت: هېوادوالو ته د ارزانه او باکیفیته انټرنېټ برابرولو هڅه کوو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په هېواد کې یې د انټرنټ بیې ټاکلي او په وینا یې هڅې رواني دي چې، د انټرنټ بیې نورې هم راټيټې شي.

د دغه وزارت ویاند د نوري فایبر په تړاو وايي، دغه پروژه تر اوسه په هېواد کې څه باندې ۸ زره کیلومتره غځول شوې او په وینا یې هڅې روانې دي چې، ټول هېواد د نوري فایبر له لارې سره ونښلول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وايي : «اوسمهال افغانستان په اووه ځایونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره نښلول شوی دی، او مخابراتي شبکې له همدغو ځایونو کې انټرنېټ واردوي، چې ډیری یې له منځنۍ اسیا او سویلي اسیا هېوادونو سره دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې د افغانستان ګڼې سیمې له نوري فایبر سره ونښلوي.»

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د انټرنټ د بیو له لوړوالي شکایت لري.

دوی وايي، سره له دې چې، په لوړه بیه انټرنټ فعالوي؛ خو بیا یې هم کیفیت ټيټ وي.

دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارته غواړي چې، د انټرنټ د بیو د راکمېدو او همداراز کیفیت لوړولو ته په جدي توګه پام وکړي.

د کابل اوسېدونکی، امید وايي: « د انټرنيټ بیه ډېره لوړه ده، په افغانستان کې د یوه، دوو او لسو جي بي انټرنیټ بېه د نورو هېوادونو پرتله ډير لوړ دی.»

د کابل یو بل اوسېدونکی، علي رضا وايي: «د نورو هېوادونو پرتله، د انټرنېټ کیفیت ډیر ټیټ دی خو هغه شرکتونه چې انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي، د خپلې عرضې کیفیت لوړ کړي.»

اخوا، د کانونو او صنایعو خونه وايي، پر مخابراتي او انټرنټي چارو په پانګونې سره به د هېواد اقتصاد هم وغوړېږي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل:  «دوه انتخابه موجود دي، یا دې خپله حکومت، د مخابراتو وزارت او سلام شبکه یو نوی شرکت جوړ کړي او پانګونه دې پرې وکړي او یا دې انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي چې عواید یې د خلکو نصیب شي او د دولت خزانې ته ولاړ شي.»

تر دې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دمګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸ زره مخابراتي سایټونه فعال دي او د لومړنیو شمېرو لمخې،۶۱ سلنه افغانان مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند وايي، د نوري فایبر پروژه تر اوسه په هېواد کې څه باندې ۸ زره کیلومتره غځول شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه