Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کرنې وړ ځمکې زیاتوالی

د احصایي او معلوماتو ملي اداره وايي چې ښږکال په هېواد کې د کرنې وړ ځمکه ۷٫۷ سلنه زیاته شوې ده.

د دغه بنسټ په وینا، په ټولیزه کچه د کښت وړ ځمکه، کابو درې مېلیون هکټاره ځمکې ته رسېږي.

د دغې ادارې په وینا، د کښت وړ ځمکې، دوه میلیونه یې اوبه‌یزه او پاتې نوره یې للمه ده چې، د تېر پر تله په کې ۷ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع په دې هکله وايي:«په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې دوه اعشاره اته مېلیونه هکټاره ځمکه تر کښت لاندې ده چې له دې منځه دوه مېلیونه یې یې اوبه‌يزه او پاتې اته لکه یې للمه ده.»

ورته مهال د کرنې او اوبو لګونې وزارت بیا وايي، سږکال ډېریو کروندګرو په خپلو ځمکو کې غنم کرلي دي. او دغه وزارت په پام کې لري چې په ډېریو کرنیزو ځمکو کې د نورو غلو دانو پرتله غنم وکري. 

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح مستعین طلوع‌نیوز ته وویل:«افغانستان په ټولیزه کچه په کال کې اوه تر اوه نیم مېلیون مېټریکه غنمو ته اړتیا لري. شونې ده چې سږ کال موږ وکړای شو د هغه پنځه تر پنځه نیم مېلیون یې له کورنیو تولیداتو تامین کړي.»

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا له اسلامي امارته غواړي چې د غله جاتو د زیاتېدو او د کرنې د ودې په موخه هغه ځمکې چې د کرنې وړ نه دي، خصوصي سکټور ته وسپاري.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله وویل:«هغه ځمکې چې په هغې کې کښت او کار نه کېږي او د افغان حکومت اړوندې دي، ښه ده چې په اوږد مهال کې دا خصوصي سکټور ته وسپاري. چې موږ هم وکړای شو د غلې دانې په برخه کې ځان بساینې ته ورسېږو او همدارنګه خپلې کرنې ته پراختیا ورکړو.»

د اقتصادي چارو شنوونکی بصیر تره‌کی هم څرګندوي:«که چېرې په واقعي توکه زموږ د ځمکو مدیرت وشي، په دې کې شک نشته چې نه یوازې کورنۍ ستونزې حل کېږي بلکې کولای شو چې د اسیا یوې برخې ته هم صادرات ولرو.»

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې چې په هرات، کندوز، پکتیکا او پکتیا کې اوبه‌یزې ځمکې او په تخار، بلخ، جوزجان او فاریاب کې بیا للمي ځمکې زیاتې شوې دي؛ خو په نیمروز او فراه کې بیا د کښت وړ ځمکې را کمې شوې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه