Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سټنډرډ ملي اداره د څه باندې ۱۰۰ زره ټانکرو له ارزولو خبر ورکوي

د سټنډرډ ملي اداره وايي چې دغې ادارې د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د نفتي موادو څه باندې ۱۰۰زره ټانکرونه څېړلي او ارزولي چې له دې منځه دوه زره هغه یې کم کیفیته تثبیت شوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې سرپرست ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وایي، چې د نفتي موادونو د معیاري کولو په برخه کې ۷۰ سلنه روڼتیا رامنځته شوې ده.

دغه اداره له ټولو سوداګرو غواړي چې نړۍوالو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو د لارموندنې په موخه د بې کیفیته توکو د تولیداتو او وارداتو مخه ونیسي.

د  سټنډرډ د ملي ادارې سرپرست فیض‌الله تمیم وویل:«تاسو ټولو ګرانو هېوادوالو ته ډاډ درکوم چې د نفتي موادو د معیاري کولو په برخه کې ۷۰ سلنه روڼتیا رامنځته شوې ده چې په تېر کال کې د نفتي موادو په برخه کې موږ کم او یا هم څه باندې ۱۰۰ زره ټانکرونه د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې ارزولي چې له دې منځه دوه زره ټانکرونه بې کیفیته تثبیت شوي او بېرته مسترد کړل شوي دي.»

د سټنډرډ د ملي ادارې ویاند عاشق الله وزیری هم وايي:«هغه سوداګر چې ملي سټنډردونو ته لاسرسی نه‌لري د سټنډرد ملي ادارې ته دې مراجعه وکړي او سټنډردونه دې ترلاسه کړي او د سټنډرډ د ملي ادارې د پالیسۍ په مطابق خپل فعالیتونه مخته بوځي.»

بلخوا، د سټنډرډ د ملي ادارې مرستیال هم وایي، چې ټاکل شوي سټنډرډونونه به، په بېلابېلو برخو کې پر کورنیو تولیدوونکو او واردوونکو پلي کړي.

د سټنډرډ د ملي ادارې مرستیال محمد آصف قانت وویل:«تراوسه په بېلابېلو برخو کې د ۷۷۵ سټنډرد محصولات او د انجنیرۍ په برخه کې شپږ ملي ګودونه، ښاري، ودانیزه پراختیا، د لویو لارو، سړکونو ډیزان او پلوه جوړ کړي دي.»

د سټنډرډ د ملي ادارې د دفتر رییس وحید الله بدري هم وايي:«د سټنډرډ ملي ادارې د بې کیفیته سوداګریزو توکو د بنسټیز حل لپاره له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو له هغې ډلې ایران، ازبیکستان، ترکمنستان او ترکیې د سټنډرد له ادارو سره ښې اړیکې تامین کړې دي، چې په راتلوونکي کې له دغو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو د کیفیتي ستونزو په هکله په ټاکلي وخت له هغوی سره شریک او د بسټيز حل لپاره په ګډه کار وکړو.»

د سټنډرډ ملي اداره دغه راز وایي، چې د شپږو کمېټو له لوري شاوخوا ۴۶ نور سټنډرډونه تر ارزونې لاندې دي او د راتلونکي کې کال لپاره د ۵۸ نویو سټنډرونو پر عملیاتي پلان هم کار روان دی.
 
د سټنډرد ملي اداره له ټولو سوداګرو غواړي چې نړۍوالو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو د لارموندنې په موخه د بې کیفیته توکو د تولیداتو او وارداتو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه