د بانک د نړۍوالې ورځې سره سم، د افغانستان بانک وايي هڅه کوي چې هېوادوالو ته د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
اسلامي امارت دغه راز وایي، په هېواد کې د بانکوالۍ د ودې لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانستان بانکي نظام به پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي.
د افغانستان بانک ویاند، حسیب الله نوري وویل: « د افغانستان مرکزي بانک ژمن دی چې په هېواد کې د نړۍوالو معیارونو سره برابر بانکي سیسټم جوړ کړي او له دې لارې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو زمینه برابره کړي.»
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه وویل:« د افغانستان په بانکونو کې د سود مخه نیول شوی، او د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره هڅې شوي چې د پيسو لیږد اسانه شي، ځينې نړۍوال بندیزونه وو، چې کم شوي دي.»
د بانکونو نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې له لوري د نړۍوالو پراختیايي بانکونو د دوامداره ملاتړ په برخه کې د غوره رول لوبولو ته د خلکو د پام راجلبولو په موخه تصویب شوې ده.
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې بانکوالۍ ډيره وده کړې او دمګړۍ په هېواد کې د دوه بهرنیو بانکونو په ګډون ۱۲ بانکونه فعالیت لري.
د اقتصادي چارو شنونکي، سید مسعود وویل: « په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان بانک ډېره ښه لاسته راوړنه لرلې، خو بیا یې هم ونشوه کولای چې د افغانستان ډېر نفوس تر پوښښ لاندې ونیسي.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، سیر قریشي هم وویل: « په دوه کلونو کې موږ مرکزي بانک بېرته مرکزي کړ، او دا په دې مانا ده چې افغانستان یو پیاوړی مرکزي بانک لري، او که د پیسو د نړۍوال صندوق او نړۍوال بانک له لوري یې ملاتړ شوی وای نو بیخي ښه کېده.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان پر بانکونو ګڼ بندیزونه ولګول شول چې په ترڅ کې یې اوس ډيری سوداګر نه شي کولای چې خپلې پیسې بهر ته ولېږدوي