Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د نړۍ د بانکي خدمتونو له خړ نوملړ څخه بهر کېږي

د مرکزي بانک مسؤولین وايي چې افغانستان د «نړیوالو مالي کړنو د ډلې ټول شرایط» یا اف ای ټي اف» پوره کړي دي او ټاکل شوې د دغه ډلې له لوري د دغه شرایطور له ارزونې وروسته تر یوې میاشتې پورې د نړیوال بانکي خدمتونو له خړ نوملړ څخه د افغانستان د ایستلو پریکړه وکړي.

دوی وايي چې له دغه نوملړ څخه د افغانستان په ایستلو سره به د افغانستان مالي نظام په نړۍ کې د اعتبار خاوند شي او د هېواد ټول بانکونه کولای شي د نړۍ له معتبرو بانکونو سره راکړه ورکړه وکړي.

اوس د افغانستان د درېیو بانکونو څخه پرته نور ټول بانکونه په نړۍ او سیمه کې د ډالري حسابونو د لېږ له محدویتونو سره مخ دي.

د مرکزي بانک مسؤولان وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړیوالو مالي کړنو د ډلې ټول شرایط پوره کړي دي او اوس د دغو شرایطو د ارزونې په تمه دي.

د افغانستان بانک د مالي راپورونو او معاملو د تحلیل د مرکز مسؤول نثار احمد یوسفزی وايي:«زموږ بانکونه اوس مهال د ریفورم او اصلاحاتو د تطبیق لپاره ډېره پانګونه کړې او د برېښنايي سیستم په لګولو سره هڅه کوي چې د دغې ډلې شرایط تطبیق کړي.»

په همدې حال کې د بانکونو اتحادیه وايي چې له خړ نوملړ څخه د افغانستان د بهر کېدو لپاره کورني بانکونه باید د خپلو خدمتونو په وړاندې کولو کې معیاري کړنه وکړي.

د بانکونو د اتحادیې رییس نجیب الله امیري وویل:«د نړیوالۍ مالي ډلې یا فتف له خړ نوملړ څخه د افغانستان له بهر کېدو سره زموږ سوداګري پراختیا پیدا کوي او زموږ د معاملو ستونزه د نړۍ په کچه حل کېږي او له هغې وروسته بانکونه کولای شي چې په اسانۍ سره خپلې معاملې له نورو هېوادونه سره ترسره کړي.»

د ترهکرۍ د تمویل او پیسو منځلو سره د مبارزې لپاره د یوه حقوقي او اغېزمن چوکاټ رامنځته کول،د مالي څار د کچې لوړول،او په پولو کې د اسعارو د څارنې د سیستم رامنځته کول او ۱۶ نور شرطونه هغه دي چې د نړیوال مالي اقداماتو بنسټ له خوا وړاندیز شوي چې د هغه په عملي کېدو سره افغانستان د بانکي خدمتونو له خړ نوملړ څخه سپین نوملړ ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ