Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د اسیا پراختیايي بانک ۳۰۰ مېلیون ډالري مرسته

د اسیا پراختیایي بانک په روان کال په لړ کې د افغانستان له بیخ بنسټیزو پروژو سره د کابو ۳۰۰ مېلیونه ډالرو په اندازه مرسته کوي.

د دغه بانک مسؤولان وايي چې دوی په ننګرهار ولایت کې د ۳۰ میګاواټه برېښنا له وړتیا سره یو سولر پارک هم جوړوي.

د اسیا پراخیتايي بانک د تېرو کالونو د پروژو د تمویل سربېره،د هېواد د لویو لارد د بیارغونه او په ننګرهار کې د ۳۰ میګاواټو په وړتیا سره د «سولرپارک»جوړېدل په نویو پروژو کې شامل دي چې د روان کال په لړ کې په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک له خوا به تمویل شي.

په افغانستان کې د اسیا د پراختیايي بانک رییس توماس پنیلا وویل:«د ۲۵ تر ۳۰ ميګاواټو په وړتیا د لمرییزې برېښنا تمویل او د افغانستان ځینو واټونو د حفظ او مراقبت پروګرام تمویل زموږ په سږنیو پروګرامونو کې شامل دي چې زموږ له مرستو څخه په افغانستان کې به تمویل شي او زموږ د مرستو سږنۍ کچه کابو ۳۰۰ مېلیونه ډالره به وي.»

په همدې حال کې د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال وايي چې په ننګرهار کې د لمریزې برېښنا د پروژې له عملي کېدو سره،د هېواد د شرقي حوزې د برېښنا د کموالي ستونزې به حل شي.

د اوبو او برېښنا وزارت د مرستیال په وینا، د ننګرهار د لمریزې برېښنا لګښت کابو ۵۰ مېلیونه ډالره دی.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال امان الله غالب څرګنده کړه:«دغه پروژه په ننګرهار کې د سولر پارک د جوړولو یوه ستره برخه ده چې تر ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا ترې تر لاسه به شي او په دې برخه کې د اسیا پراختیايي بانک د دغې پروژې د فني او مسلکي څېړنو په ترسره کولو کې له موږ سره مرسته کوي.»

د اسیا پراختیايي بانک د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره یې له بېرته ورکړې څخه پرته د ۸۷۰ مېلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده او دغه مرستې تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله به په هېواد کې د بېلابېلو پروژو له لارې ولګول شي.

د اسیا پراختیايي بانک د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره یې له بېرته ورکړې څخه پرته د ۸۷۰ مېلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده او دغه مرستې تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله به په هېواد کې د بېلابېلو پروژو له لارې ولګول شي

شریک یي کړئ