Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولې د تړل کېدو په پایله کې د افغان سوداګرو د ستونزو دوام

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې چارواکو نن چهارشنبې (د وري په ۱۶ مه) ویلي چې اوس هم د افغان سوداګرو څه باندې ۴ زره کانټینره توکي په پاکستان کې بند پاتې دي.

دوی وایي چې افغان سوداګر اړ دي تر څو په پاکستان کې د هر کانیټیر په بدل کې باید ۱۰۰ ډالره جریمه ورکوي.

 د افغانستان او پاکستان د صنایعو د ګډې خونې چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې ستونزې تر پخوا ډېرې شوي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رییس احمدالله افغان ویلي:«ستونزې زښته زیاتې دي او اوس هم نه پوهېږم چې پاکستان ولې دا شان چلند کوي ځکه چې د دغو ستونزو ناوړه پایلې په دواړو خواوو اغېزه کوي.»

اخوا یو شمېر سوداګر وايي چې پاکستان په بېلابېلو پلمو له کراچۍ بندر څخه د دوی د توکو د لېږد مخه نیسي.

 دوی وايي چې اوس مهال د تورخم له بندرڅخه د ورځې تر ۳۰ باروړونکي موټر هېواد ته راځي او له هر باروړونکي موټر څخه په ناقونه توګه  تر ۳۰ زرو کلدارې اخیستل کېږي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې غړی احمد شاه څرګنده کړه:«اوس هم زموږ توکي په کراچۍ او تورخم کې درل شوي دي نه پوهېږم چې حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره ولې اقدام نه کوي.»

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي چې له پاکستان سره به د سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د هواري لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ به ګډه غونډه جوړه شي.

د سوداګرۍ او صنایع وزیر همایون رسا په دې اړه وویل:«موږ په دغې برخه کې لازم اقدامات کړي دي هم د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې چې ټاکل شوې ده په همدې برخه کې د اپرېل په ۶ مه یو غونډه جوړه شي او همدارنګه ټاکل شوې ده چې د اپټیکا غونډه هم جوړه شي.»

د افغانستان او پاکستان تر منځ دروازې چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د پاکستان له خواړ تړل شوې وې ۱۵ ورځې وړاندې خلاصې شوې؛خو د یو شمېر سوداګرو په وینا تر اوسه د افغان سوداګرو ډېر هغه مالونه چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې درول شوي وو  هېواد ته نه دي راسېدلي.

شریک یي کړئ