Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند ته د میوو لیږد ځند سوداګر زیانمن کړل

له افغانستان څخه بهر ته د لیږد په موخه ۱۲۲ ټنه چمتو شوې تازه مېوې په لیږد کې د ځنډ له کبله زیانمنې شوې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي چې د هند بازارونو ته د تازه میوو په لیږد کې پنځلس ورځني ځنډ د سوداګرو یو سلو دوه ویشت ټنه تازه میوه زیانمنه کړې ده او له دې ډلې ۱۴ ټنه زردالو او نوره تازه میوه خوسا شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال، خانجان الکوزی وایي هند ته د هوایي دهلیز له لارې د توکو د لیږد رالیږد له چمتوالو او سنجونو پرته پېل شوی دی؛ او اوس مهال د سوداګرۍ نړیوال سازمان هم  د هېواد په بازارونو کې د  هند پر توکو د سب سایډي له لګیدو سره مخالفت ښودلی دی.

نوموړی وړاندې وايي:«د سوداګرۍ نړیوال بنسټ د صادراتو پر سب‎سایډۍ(سوداګرو ته د دولت د مرستې) منع‎والی نه کوي، خو پر وارداتو د سب‎سایډي د وضع باندې نیوکه کوي ځکه چې دا کار د دې بنسټ خلاف دی.»

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې افغانستان په خورا بیړۍ سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب واخیتس او اوس اړ دی چې د سیمې له هېوادونو سره ددغه سازمان د قوانینو له مخې راکړه ورکړه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه، آذرخش حافظي څرګندوي:«حکومت یو کاذب لوری پرانیزي، خو تاسو ګورئ چې سوداګر د میوو صادراتو لپاره میدان ته ځي او میوې یې نه صادریږي او هلته ورستیږي.»

 که څه هم د  سوداگرۍ او صنایعو وزارت په سب سایډۍ سره هند او افغانستان ته د توکو له لیږد رالیږد سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د مخالفت په تړاو څه نه وایي خو د مالیې وزارت وایي چې د افغانستان او هند له هوايي دهلیز نه  د هند او افغانستان د دوه اړخیزو هوکړه له مخې کار اخیستل کیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند، مسافرقوقند په دې اړه وايي:«دا د دوو هېوادونو ترمنځ یوه پرېکړه او معامله ده چې د سوداګرۍ ښه‎والي لپاره یې کړې ده او هېڅ زیان نړیوالو ژمنو ته نه رسیږي او ستونزه نه رامنځته کوي.»

د افغانستن او هند تر منځ  هوايي دهلیزو نژدې دوه میاشتې وړاندې فعال شو او ویل کیدل  چې له دې لارې به هره اونۍ یوه یا دوې الوتکې سوداګریز توکي په تیره بیا تازه میوې د هند بازارونو ته صادرکړي ؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین په وینا په دې موده کې په خورا ستونزو سره  یوازې نهه ویشت ټنه تازه میوه د هند بازارونو ته رسیدلې ده.

 دوی وايي چې په وروستي مورد کې ډيری هغه میوه چې په ځنډ سره د هند بازارونو ته رسیدلې ته په زیان پلورل شوې ده.

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې افغانستان په خورا بیړۍ سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب واخیتس او اوس اړ دی چې د سیمې له هېوادونو سره ددغه سازمان د قوانینو له مخې راکړه ورکړه وکړي

شریک یي کړئ