له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه د برېښنا لیږد مزي پروژې«ټاپ» د پانګونې هوکړه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له یوه ترکي شرکت سره وکړه.
دا هوکړه د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخیزې هوکړه لیک له مخې لاسلیک شوې.
د برېښنا دا مزی له تورغونډۍ بندرڅخه تر سپین بولدک پورې ۷۵۰ کیلومتر د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې ترکي شرکت په دریو هېوادونو کې د ۱،۶ میلیارد ډالرو په ارزښت پر ټاپ پروژې پانګونه کوي.
خبرپاڼه زیاتوی چې په دغه پانګونه کې د افغانستان او ترکمنستان په خاوره کې د ۲۰۰۰ میګاواټ په ظرفیت په دوو سرکیټونو کې د ۵۰۰ کیلوولټ مزي تمدید شامل دی او دغه راز د افغانستان او ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ سب سټېشنونو جوړول هم شامل دي.
ټاکل شوې د افغانستان له لارې به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ پر انتقال سربېره به د هېواد په دننه ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا څخه د استفادې ترڅنګ افغانستان، پاکستان ته د برېښنا له ترانزیټ څخه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر ګټه هم ترلاسه کړي.