د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالوماتي ټکنالوژۍ څانګې مشر سید ابراهیم سادات وایي، تراوسه د ۵۰ زره کسانو مالومات ثبت شوي دي.
ښاغلی سادات همدارنګه زیاتوي د دې برخې کارکوونکو په ۲۲ ولایتونو کې د نوملیکنې کتابونه سکن کړي او د رایو ورکونکو مالومات یې مرکز ته لېږلي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټکنالوژۍ څانګې مشر سید ابراهیم سادات وویل:«د مالوماتو د لیکو له بشپړتیا سره دا ثابتېږي چې موږ په واقعي توګه په تول افغانستان کې څو تنو نوملیکنه کړې او د هغو کسانو له ډلې چې نوملیکنه یې کړې، د دوی له ډلې څو تنه د قانون له پلوه رایه ورکوونکي شمېرل کېږي.»
له دې سره جوخت دغه کمېسیون څرګنده وي، چې څه باندې ۵ مېلیونه او سل زره کسانو ټاکنو ته نوم لیکنه کړې او لا هم دا شمېر د ټلېفون او برېښنالیک په وسیله راټولېږي.
چې له دې ډلې تراوسه څه باندې درې مېلیونه او ۳۰۰ زره نارینه وو، یو مېلیون او ۶۰۰ زره مېرمنو، ۹۷ زره کوچیانو او کابو۵۰۰ هندوانو او سیکانو نومونه لیکلي دي، نوموړي کمېسیون د دغو کسانو د نوملیکنې د ثبتولو لپاره مالوماتي بانک یا ډېټابیس جوړ کړی دی.
ددې برخې کارکونکي د هغو کسانو مالومات چې پر تذکرو یې سټېکرونه لګولي په مالوماتي بانک کې ثبتوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اطلاعاتي بانک کارکوونکې فرزانه وايي:«زموږ دنده دا ده چې موږ دا چک کړو چې ایا د یوه رایه ورکوونکي ټول مالومات په بشپړه توګه ثبت شوي که نه.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اطلاعاتي بانک بله کارکوونکې مریم سادات هم زیاتوي:«دلته د سټېکرونو ځانګړې شمېرې ثبت شوي چې دلته هم موږ ته راغلي دي او دا دواړه سره پرتله کوو او له دې امله پوهېږو چې سم دي که نه.»
ښاغلی سادات هم په ډاګه کوي:«کهچېرې یو کس په یوې پېژندپاڼې څو ځله نوملیکنه کړې وي تکرار راغلي وي په پای کې موږ ته یې توپير کوي. کهچېرې له ۱۸ کلونو کم عمره وي د دې توپیر هم کوي.»
پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو په وینا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مالوماتي بانک باید د رایو ورکوونکو د نوملیکنې له پيلېدو درې میاشتې مخکې جوړ شوی وای.
د رایو ورکوونکو نوملیکنه د غبرګولي په ۱۷ نېټه په مرکز او ولسوالیو کې پای ته رسېږي. د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د تلې په اته ویشتمه نېټه ترسره کېږي.