د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملره د لیرې شوي کس اسدالله سریفي پلویانو د کابل - بلخ لار وتړله.
ښاغلی شریفي وایي، د نوماندانو له نوملړه د ده لیرې کول سیاسي پرېکړه ده.
هغه ګواښ کړی کهچېرې نوم یې بیرته نوملړ ته کې رانهشي، مدني سرغړونو باندې به لاس پورې کړي.
ولسي جرګې ته د ټاکنو له نوملړه ایستل شوی نوماند اسدالله شریفي وايي:«کهچېرې په واقعیت سره ولسمشر یې، او واقعاً یو عادل ولسمشر یې، او واقعاً سیاسي مسله نه لرئ، زه غواړم چې زما دوسیه دې وباسي، زه د دغه ترېبیون له شا در ته وایم کهچېرې زه مجرم وم، او زه خاین وم، په خدای قسم دی چې رسماً استعفا کوم او ځم د زندان د میلو تر شا کېنم.»
د بلخ د ځوانانو د پارلمان غړی مختار احمدي هم وویل:« زموږ د خلکو د واقعي غږ د نه پاملرنې په صورته کې د بلخ اوسېدونکي په سیاسي او پراخو مدني لاریونونو لاس پورې کړی او د کابل – مزار شریف لویه لار به د ټرافیکو په مخ وتړي.»
د ښاغلي شریفي پلویانو د کابل بلخ لویه لاره هم وتړله. خو دې کار د دې لارې د مسافرو غبرګونونه راپارولي دي.
د کابل – بلخ په لویه لاره یوه مسافره سونیتا په دې اړه وايي:«غوښتل مو چې د سمنګانو په لور ولاړ شو ستونزې مو لرلې، کورنۍ مو هلته ده، په لاره کې داسې بندون رامنځته شو. نه پوهېږو څه وکړو دا ګرمه هوا وګوره، ماشومانو ته وګورئ د اوبو کموالی دی.»
بل مساپر بسم الله هم زیاته کړه:«ټول خلک په دغه سوځنده لمر کې درېدلي یوو ګټه یې څه ده.»
د اسدالله شریفي نوم د نامسووله وسله والو د لرلو له امله د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو له نوملړه ایستل شوی خو ښاغلی شریفي دا ادعا ردوي.
بل پلو ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه د ۳۵ کسانو لیرې کېدو په اړه د دې ادارې پرېکړه وروستۍ ده او هېڅ بدلون پهکې نه راځي.
دغه کمېسیون زیاتوي، له لیسته د نوماندانو د لیرې کولو پرېکړې واک ورته قانون ورکړی.
له دې سره مولوي تره خیل وایي د نوماندانو له نوملړه د ده د نوم لیرې کول یوه سیاسي دسیسه ده او حکومت کې د یو کس په غوښتنه لیرې شوی دی.
خو هغه کسان چې نومونه یې له نوملړه ایستل شوي، دا پرېکړه نه منې او د استېناف غوښتونکي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دروازې په مخکې له نوملړه د یو شمېر ایستل شویو نوماندانو د پلویانو اعتراض دوام لري.
دغه لاریون چې د دوشنبې په ورځ د مولوي تره خېل د پلویانو لخوا د دغه کمېسیون د دروازې په وړاندې پیل شوی وه اوس د زرداد فریادي، قیس حسن او اکبر ستانکزي پلویان له دغو اعتراض کوونکو سره یو ځای شوي دي.
مولوي تره خېل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په فساد تورنوي او حکومت ته ګواښ کوي.
له نوملړه ایستل شوی نوماند مولوي تره خېل وویل:« موږ عدالت غواړو، حکومت دې خبر وي کهچېرې بې پروايي یې وکړه دا لاریون به بل ځل داسې لاریون نه وي چې اوس دی حکومت باید دې ته ساده فکر و نه کړي.»
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لخوا له نوملړه یو شمېر نور ایستل شوي نوماندان د دې ادارې پرېکړه نه مني.
له نوملړه ایستل شوې نومانده مریم کوفي وايي:«موږ له نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو کمېسیون څخه غواړو چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي او زما حیثیت اعاده وکړي.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي د هغو نوماندانو دوسیې چې د دې بنسټ د ولایتي دفترونو او د نوماندانو د ارزونې د ځانګړي کمېسیون لخوا څېړل شوې وې، له ځانه د دفاع لپاره دغې ادارې ته وربلل شوي وو، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغو دوسیو په هکله چې په خپله یې ارزولي پرېکړه کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی علي رضا روحاني په دې اړه څرګنده کړه:«هغه پرېکړې چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې نیول کېږي، قانوني دي او وروستۍ پرېکړې دي د هغه د بدلون لپاره هېڅ لاره نشته.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولین زیاتوي د انتخاباتو قانون د ۹۰، ۹۳ او ۹۵ مادو له مخې یې د نوماندانو له نوملړه د ۳۵ کسانو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
د هغو سندونو پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدلي د لاندينیو کسانو نومونه حذف شوي دي.
• له کندز ولایت کې محب الله، احمدشاه شمس، امان الله هوتکي
• له بامیانو عبدالرحمن شهیداني،
• په بدخشان کې فوزیه کوفي، محمد نبي بیان، عبدالصمد عبدالحمید، مریم کوفي،
• په بغلان ولایت کې سید جعفر نادري، اسدالله اسلام زوی، حیات الله وفا،
• په بلخ ولایت کې اسدالله شریفي،
• په پروان ولایت کې غلام حیدر جیلاني، نور احمد سکندر،
• په پکتیا کې الله میر، نوید ابراهیم خیل،
• په تخار ولایت کې بشیر قانت، اسدالله ایوب،
• په خوست ولایت کې لیاقت الله بابکرخیل، جبار جبارخیل،
• په سمنګانو کې معصومه خاوري، محمد اصف عظیمي، رییس خیرالله،
• په کابل ولایت کې سخي نوید، قیس حسن، مولوي تره خېل محمدي، سید داوود نادري، صداقت زاهد، ضیاالحق امرخیل، احسان الله عاطف، شیرعلي احمدزی، زرداد فریادي،
• په لوګر کې شایسته باز ناصری،
• اکبر ستانکزی او په ننګرهار کې جاوېد زمان
له هغو کسانو دي چې نومونه یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه ایستل شي دي.
له دې وړاندې د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون د ځانګړي کمېسیون له وسلهوالو کسانو سره د اړیکو په تور د ۲۵ کسانو نومونه د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه ایستلي وو.
له هغې وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان وکړ چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او شونې ده چې له دغه نوملړه ډېر نور نومونه هم وایستل شي.