Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننني لاریون په اړه غبرګونه؛ کمېسیون: زور ویلو ته نه تسلیمېږو

په کابل کې نن (جمعه د لیندۍ ۸مه) د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د پلویانو اعتراضونو، غبرګونونه پارولي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د عبدالله عبددلله له خوا په ناقانونه کړنو تورن شوی، دغو اعتراضونو ته په نغوتې سره وايي، ټولې پرېکړې یې قانوني دياو د هېچا زور ته به تسلیم نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل په دې اړه وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېواد نافذه قوانینو او د ټاکنو قانون، ته په پام کې نیولو سره، د خپل ټول کارونه لوایح او کړنلارې د قانون په سمون کې ترسره کوي.»

ورته مهال د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، وايي چې حکومت د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه نه کوي او که چېرې نوماندان اعتراض لري، باید د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې یې ثبت کړي:«په هغه صورت کې چې د ولسمشرۍ نوماندان اعتراض او یا هم شکایت لري، شکایتونو او اعتراضونو ته د رسېدو قانوني مرجع، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی.»

له دې سره جوخت د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رییس عطا محمد نور چې په ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې له عبدالله عبدالله ملاتړ کاو، د لاریون کوونکو مشرانو ته یې د ملي خاینانو خطاب کړی او ویلي یې دي چې د پایلو د اعلان په وروستي کېدو  کې دې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پرېکړو ته درناوی وشي.

هغه ویلي:«هر څوک چې د کړکېچ په رامنځته کولو کې ګډون کوي، د افغانستان له هرې څنډې چې وي، هغه د ملي خاینینو په ډله کې راځي چې نظام متزلزله کوي او د خلکو ګټې له منځه وړي او د خلکو نورماله ژوند له نا ارامۍ سره مخ کوي.»

کابل مېشتو هم د ننني لاریون په اړه بېلابېل غبرګونونه لري دي.

د کابل اوسېدونکی بشیر په دې اړه وايي:«یو سپین ږیری سړی یم. دا لاریونونه څه ګټه لري؟ د عبدالحق له څلور لارې د ښار در دې سیمې پلی راغلی یم.»

بل کابل مېشتی سعادت هم زیاتوي:«اصلاً موټر نه پیدا کېږي او موږ له تایمني تر زړو مکروریانو پلي ولاړو.»

 بل پلو ته د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله په ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د دفترونو پر وړاندې د پراخو اعتراضونو خبرداری ورکوي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی بشیر احمد ته ینج څرګندوي:«ټاکل شوې چې په راتلوونکي کې په نورو ولایتونو کې هم لاریونونه وي. په ډاډ سره دغه لاریونونه به د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ پایلو سره پای ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې پلویانو پر دغو لاریونو سربېره په اوو ولایتونو کې هم په اعتراضونو او اعتصابونو سره  د رایو د بیاشمېرنې مخه نیولې ده.
 
شریک یي کړئ