ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو څېړنه ۸۰ سلنه پای ته رسولې ده.
د دغه کمېسیون منشي وايي چې د کابل حوزې د ټاکنو کابو شل سلنه رای پاڼې تراوسه د هغوی په واک کې نه دي ورکړل شوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې یې باطلې اعلان کړې وې، د دې ولایت د ټاکنو نږدې ۲۵۰۰ د پایلو پاڼې د ټاکنو کمېسیون له ارشیف څخه تر راویستلو وروسته، د ناظرانو په مخکې وڅېړلې.
او د دې کمېسیون منشي وايي، د پایلو یو شمېر پاڼې چې پاکې رایې په کې وې، شمېرل شوي او دا کار به د کابل په ټاکنو کې عدالت یو څه پلی کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وویل:«بدلون راتلوونکی دی، دا چې څه بدلون دا به له څېړنې وروسته روښانه شي او فکر کوم کهچېرې هغه ۲۰ سلنه هم پیدا شي، ډېر روښانه بدلونونه په لاره کې به وي او واقعي عدالت به تامین شي.»
اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دغې څېړنې پایلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مالوماتي بانک کې ثبتوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ څرګنده کړه:«روڼتیا تضمین دی او د هغه ترڅنګ تطبقات په بشپړه توګه متفاوته دي. هلته کس مسوول نه دی، هلته ګروپ مسوول دی.»
د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ هم وویل:«اخیستون داسې و، چې د اوونۍ ترپایه د کابل پایله اعلانېږي، له شنبې وروسته د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره کېږي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوه دېرشو ولایتونو پایلې اعلان کړي، خو د کابل پایلې به د درغلۍ او د بیاځلې څېړنې له کبله تر اوسه اعلان شوي نه دي.