د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر ډلې او پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي چې پلازمېنې ته د بایومېټریک دستګاوو د لېږد بهیر ډېر سوکه روان دی، او دغه کار به د دستګاوو غلا ته زمېنه برابره کړي.
یو شمېر ټاکنیزې ډلې وايي چې په مرکز او ولایتونو کې د یادو دستګاوو د ساتني په برخه کې د قناعت وړ څارنه شتون نه لري.
ټاکل شوې ده، د هېواد له ولایتونو د بایومېټریک دستګاوو د لېږدولو بهیر تر دوو نورو ورځو پایته ورسېږي. خو یو شمیر ټاکنیزې ډلې او پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د دغو دستګاوو د لېږد په بهیر کې پر ځنډ نیوکه کوي او وایي چې د ولایتونو په مرکزونو کې د دغو دستګاوو د ساتنې پر څرنګوالي د قناعت وړ څارنه نشته .
دغه ټاکنیزې ډلې وایي چې د بایومېټریک دستګاوو تاریخ د بدلون او تنظیم وړ دی چې دغه کار په بایومېټریک دستګاوو کې د لاسوهنې په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې غړی نور رحمان اخلاقي وايي:«بایومېټریک دستګاوو کې د نېټې ترڅنګ یو بل بحث هم مطرح دی چې له یوې دستګا څخه څومره موده استفاده شوې، د بېلګې په توګه شل ساعته پرلهپسې ښه استفاده شوې، ښه دا یوه پوښتنه ده، کهچېرې جدي هوډ وي، هغه شرکت چې د دغو دستګاوو سیمکارتونه برابر کړي دي، هغه کولای شي د دستګاه د استفادې په اړه کره مالومات ورکړي.»
خو د ټاکنو کمېسیون وایي چې تر اوسه له ۲۳ ولایتونو نه بایوېمټریک دستګاوې کابل ته رسیدلې دي او نورې بایوېمټریک دستګاوې به هم په خوندي توګه کابل ته راولېږدول شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد عبدالله وویل:«کهچېرې نن هم ورته تنظیم کړي، باید یو کس هم پروسس کړي چې هغه ته رایه ورکړي، هغه کس عکس ولري، د ګوتې ښاپ ولري او نور پړاوونه چې دا کار ناشونی دی خو د ټاکنو له ورځې پرته.»
په کابل کې د دغه بنسټ په مرکزي بانک کې د مالوماتو ثبتول هم دوام لري.
د ټاکنو څارونکی محمد حسن رسولي وايي:«هغه سکرین چې دلته یې لګولي موږ کولای شو چې هر کمپیوټر او مېز زوم (نږدې) کړو او ټول کارونه یې له نږدې ووینو.»
اخوا هېوادوال ګواښ کوي چې د خلکو د رایو په پایلو کې لاسوهنه د منلو نه ده او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د خلکو امانت خیانت نه کړي.