د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله یو تن مړ شوی دی او ۶۹ نور پرې اخته شوي دي.
دغه شمېرې چې نن(جمعه د سلواغې په ۱۰مه نېټه) له رسنیو سره شریکې شوې دي ښیې چې تازه پېښې د ۱۷۹۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
تازه پېښې ۲کابل، ۲۶ هرات، ۲ کندهار، ۲ بلخ، ۱۹ ننګرهار، ۱ پکتیا، ۱ بغلان، ۱ کندز، ۲ وردګ، ۱ بدخشان، ۱ کاپیسا، ۴ لغمان، ۴ خوست، ۲ ارزګان او ۱ هم په سرپل ولایت کې ثبت شوې دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره او ۴۰۰ کسان مړه شوي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال هېواد کې د کورنا ویروس ۵زره او ۲ فعالې پېښې شته.
په دې اړه مو اندونه