تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کوویډ۱۹ درې تنه ناروغان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(جمعه د کب په ۲۲مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې یاده موده کې د کرونا ویروس ۱۷ مثبې پېښې ثبت شوې دي.
د شمېرو په اساس تازه پېښې د ۱زرو ۸۳۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
اوسمهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو فعالو مثبتو پېښو شمېر ۴ زره او ۳۲ دی.
د یادونې ده چې تازه پېښې ۴ کابل، ۳ کندهار، ۷ ننګرهار، ۱ وردګو، ۱ کنړ او ۱ هم په لغمان ولایت کې ثبت شوې دي.