Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولایتونو کې د ډاکټرانو کموالي له کبله د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې اندېښنه

د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنه د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د نسايي ولادي ناروغيو په برخه کې د متخصصو ډاکټرانو له نه‌شتوالي اندېښنه څرګندوي.

د دې ټولنې غړو د «ظرفيت لوړولو سمپوزيم» کې ښځينه ډاکټرانو ته د بهر ته د تګ زمينې برابرولو غوښتنه وکړه.

د دغې ټولنې مسووله د دې سمپوزیم د جوړولو موخه د ښځینه ډاکټرانو ظرفیت لوړول او د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې مخنیوی ګڼي.

د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې رییسه نجم السما شفاجو وايي: «د ښځو لپاره ډېر چانس شته چې د تخصص په برخه ې یې ظرفیت لوړ شي، خو وايي، دا چې موږ د محرم په سېسټم کار کوو، څنګه کولی شو یوه مېرمن له محرم سره ولېږو. زه فکر کوم دوی ډیرې اقتصادي ستونزې لري، داسې هم نه‌شي کېدا چې ډاکټره په ډیر لوړ لګښت بهر ته واستول شي.»

یوه بله ډاکټره شینکۍ وردګ وايي: «په ولایتونو کې موږ ډېرې ستونزې لرو، متخصص کسان ډېر لږ دي، موږ داسې متخصص کسان هم ډېر کم لرو چې نورو وروزي او همداراز په تخصص برخه کې جذب هم ډېر کم دی. موږ ډېر نوي فارغ شوي کسان لرو، تېر کال له ۱۹۰۰ ډاکټرانو موږ وتوانېدلو چې یوازې ۳۰۰ یې تخصص ته جذب کړو.»

د دې سمپوزیم ګډونوالې ډاکټرانې بیا د دغه ډول پروګرامونو جوړېدل ستايي او له اسلامي امارته غواړي چې، په نسايي او ولادي برخو کې ښځینه ډاکټرانو ته د نورو زده کړو زمینه هم برابره کړي.

یوه ګډونواله روبیه رحمان وايي: «ښځو ته باید زمینه ډېره کړي، څو په‌دې وتوانېږو چې د خلکو باور تر لاسه کړو او د ظرفیت لوړلو لپاره له هېواده بهر بورسونه تر لاسه کړای شو او زموږ ژمنه هم دا ده چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شو او خدمت وکړو.»

یوه بله ډاکټره مریم معارج وايي: «خپله دې زمینه جوړه کړي چې ځوانو ډاکټرانو په تېره ښځو ته دې دا ډول سیمېنارونه جوړ کړي چې د دوی د پوهاوي کچه لوړه شي او کله چې د ډاکټرانو د پاهاوي کچه لوړه شي، دوی کولای شي، د خپلو ناروغان درمنله ډېره ښه وکړای شي او له دې سره یوه ټولنه ښه پرمختګ کولای شي.»

د نسايي او ولادي ډاکټرانو ټولنې مشره له نورو نړۍوالو مرستندویانو او په ځانګړې توګه د روغتیا له نړۍوال سازمانه غواړي چې، په هېواد کې په نسايي او ولادي برخه کې معیاري روغتونونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه