د وینې مرکزي بانک وايي چې د تازه وینې له کمښت سره مخ دی او د وینې د راټولولو لپاره بسندویه امکانات په واک کې نهلري.
د وینې مرکزي بانک رییس محمد ناصر صادق وايي چې د روژې مبارکې په میاشت کې دغه بانک ته د وینې ورکړې له اړخه د هېوادوالو همکاري کمه شوې ده.
ښاغلي صادق طلوعنیوز ته وویل:«له بده مرغه د وینې ملي بانک یوازې یو بس لري چې هغه د کابل ښار بېلابېلو سیمو ته استوي او وینه راټولوي. د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه زموږ غوښتنه دا ده. چې موږ ته د وینې راټولولو لپاره امبولانسونه او سیار موټر زیات کړي. چې موږ بېلابېلو سیمو ته ولاړ شو او وینه راټوله کړو.»
۱۱ کلن الهام الدین هغه ناروغ دی، چې د هیموفلیا یا د وینې د کموالي پر ناروغ اخته دی. پلار یې وایي، چې د خپل زوری له زېږېدو وروسته د هغه پر ناروغۍ خبر شو او له کلونو راهیسې هغه ته تازه وینه تزریقوي.
د الهام الدین پلار عزیز الدین وايي:«له ۹ بجو چې ولاړ یوو اوس چې ښايي ۱۱ بجې وي موږ وینه نه ده پیدا کړې.»
وینې ته اړتیا لرونکی خان محمد هم څرګندوي:«له سهاره راغلي یوو تراوسه موږ ته چا وینه رانه کړه او د وینې بانک ته هم ولاړو په بانک کې هم وینه نشته.»
بل پلو، د عامې روغتیا وزارت وایي، چې هڅه کوي په ټول هېواد کې د وینې د بانکونو لپاره لازم امکانات برابر کړي.
د عامې روغتیا زوارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل:«زموږ موخه دا ده چې له هره پلوه د وینې بانکونه تقویه کړو، که هغه د تشکیل له پلوه وي او یا وسایل وي یا نقلیه وسایطو ته اړتیا وي په ټولو برخو کې به کار ترسره شي انشاالله.»
هموفیلیا د وینې د اختلال یوه ارثي ناروغي ده، چې پرې د اخته ناروغانو وینه په سمه توګه نه ټينګېږي. یوه میاشت مخکې هم د هیموفلیا ناروغان شکایت درلود چې د درملنې لپاره یې د اته او نهه فکټور له کموالي سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه