Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو د شمېر زیاتوالی

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر د تېرو کلونو پرتله زیاتوالی موندلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې رییس وایي، چې د روان لمریز کال له پېلېدو راهیسې په ټول هېواد کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۸۹۶ زره ماشومانو او څه باندې ۴۴۴ زره شیدې ورکوونکو او امینداورو میندو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې رییس محمد وزیر حامد وویل:«۴۴۴ زره او ۵۴۱ منیدې د درملنې لپاره په پروګرام کې شامل دي او له دې منځه ۲۰۰ زره ماشومانو درملنه هم شوې. همدارنګه په منځنۍ خوارځواکۍ اخته  ۴۴۹ زره ماشومانو درملنه هم شوې ده.»

لس میاشتنی هدایت الله له دوو میاشتو راهیسي پر خوارځواکۍ اخته شوی دی. د دغه ماشوم مور وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شي کولای چې خپل یوازیني ماشوم ته سالم خواړه ورکړي.

د هدایت الله مور فرزانه وايي:«ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته شوی او زموږ اقتصاد هم ښه نه دی، خاوند مې کراچۍ چلوي او کوم کسب و کار نه‌لري له همدې امله په خوارځواکۍ اخته شوی دی.»

بلخوا، د هلمند او ارزګان ولایتونو ځينې اوسېدونکي هم وایي، چې ماشومان یې د اقتصادي ستونزو او د سالمو خوړو د نه ورسېدو له امله پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

ډاکټر محمد عارف حسن زی هم څرګندوي:«د ناروغ کورنۍ باید ډېره پاملرنه وکړي، کله چې په کور کې ماشوم زېږېږي، له هغاغه لومړنۍ ورځې باید ورته ډېره پاملرنه وشي، یعنې خپلې شیدې ورکړي.»

د عامې روغتیا وزارت د تغذیې د څانګې د شمېرو له مخي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ټول هېواد کې یو مېلیون و ۹۶۳ زرو ۶۲۱ ماشومانو او ۸۴۵ زرو ۱۵۵ امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو د خوار ځواکۍ د درملنې مرکزونو ته مراجعه کړې ده.
 
د هلمند او ارزګان ولایتونو ځينې اوسېدونکي هم وایي، چې ماشومان یې د اقتصادي ستونزو او د سالمو خوړو د نه ورسېدو له امله پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه