Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۳ کال له پېله تر دم‌ګړۍ ۱۸ زره تنه پر کوېډ -نولس ناروغۍ اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د روان زیږدیز کال له پېله تراوسه ۱۸ زره تنه په کوېډ- نولس ناروغۍ اخته شوي دي.

خو دغه وزارت وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کموالی موندلی دی. 

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال شرافت زمان امرخېل وايي:«په ۲۰۲۳ کال کې په هېواد کې مو ۱۸ زره مثبتې پېښې لرلې دي البته په ۲۰۲۲ کال کې واقعي شمېر نږدې ۴۵ زره و چې شمېر لږ کم شوی دی.»

۵۷ کلن ناصر له بغلانه کابل ته راغلی دی. دی وایی، چې پر کورونا ویروس اخته دی او له لسو ورځو راهیسې په افغان- جاپان روغتون کې بستر دی.

ناصر د طلوع‌نیوز خبریالې ته وویل:«حتا له پخواني کلي ونه توانېدو چې کلي ته راشم، زه یې په ولچیر کې راوستم؛ خو اوس لږ ښه شوی یم.»

بل ناروغ رجب هم وايي:«ساه لنډي راته پیدا شوه، په کور کې پروت وم کله مې چې سترګې پرانیستې په روغتون کې وم.»

بلخوا، د افغان- جاپان روغتون مسوولان وایي، چې په وروستۍ یوې میاشت کې پر کووېډ نولس ناروغانو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د افغان- جاپان روغتون د ساري ناروغیو د څانګې رییس زلمی رښتین څرګندوي:«په بستر کې ۲۰ ناروغان لرو. په تېره میاشت کې ۲۱۹ تنه د کوېډ تسټ شوي چې له هغه منځه ۹ تنه مثبت وو.»

د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۰زیږدیز کال راهیسې په هېواد کې ۲۲۵ زره تنه پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي او ۷۸۰۰ کسانو د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه