Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۲۳۵ تازه پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۲۳۵ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

د یاد وزارت ویاند، وحید مایار نن(یکشنبې د غويي په ۱۴مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې تېره شپه ورځ کې ۱۲ تنه هم د کووید نوولس ناروغۍ له کبله هېواد کې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۰۴ ته ورسید.

ښاغلي مایار هېواد کې حالت ګواښوونکی وباله او زیاته یې کړه چې ور تربلې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

هغه د نن ورځې اعلان شوی شمېر بې مخینه بولي او زیاتوي چې یوازې له کابله د اخیستل شویو بېلګو له ډلې نیمايي مثبتې وې چې د ۱۴۹ بیلګو له ډلې ۶۵ یې مثبتې ثبت شوې دي.

د دې ترڅنګ کندهار کې هم ۵۴ پېښې ثبت شوې دي چې لوړ شمېر شيي.

د ښاغلي مایار د مالوماتو له مخې، هرات کې ۱۹، ننګرهار کې ۱۲، پنجشېر ۱۴، لغمان کې۵، کنړ کې۲، تخار کې۱۳، سمنګان ۱۰، بغلان ۹، میدان وردګو کې۹، بامیانو کې۵، بادغیس کې ۵، سرپل کې ۳، پروان کې۲، فراه او هلمند کې یوه یوه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

وحید مایار زیاتوي چې تر اوسه پورې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۸۵ تنه مړه شوي او ۳۴۵ تنه هم روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۲۴۳ زرو واوښت او د اخته کسانو هم له ۴۰۰ زرو زیات شوی دی.

شریک یي کړئ