Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا ویروس ۵۵۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت نن شنبې (د غبرګولي په ۲۴مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۵۵۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو زره او ۴۵ بېلګو ازموینه شوې ده.

د دغو پېښو له ثبتېدو سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۲۴ زره او ۱۰۱ پېښو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه وايي چې په یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویروس پنځه تنه اخته کسان مړه شوي او ۲۷۳ نور روغ شوي دي.

په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې په کابل کې ۲۵۳، په بلخ کې ۷۳، په ننګرهار کې ۴۳، په تخار کې ۲۸، په کندهار کې ۲۳و په بامیان کې ۲۳ په بغلان کې ۲۲ په وردګ کې ۲۰، په کونړ کې ۱۷، په لوګر کې ۱۲، په زابل کې ۹، په غزني کې ۸، په نیمروز کې ۸، په دایکندي کې ۶، په هلمند کې ۵ په لغمان کې او په ارزګان کې د کورونا ویروس ۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په تېرې یوه شپه او ورځ کې د کووېد نولس درې اخته کسان په کابل او دوه هم په ننګرهار ولایت کې مړه شوي دي. د مړه شویو کسانو ټولیز شمېر ۴۵۱ تنو او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۴ زره او ۲۰۱ تنو ته رسېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، تراوسه په ټول هېواد کې ۵۴ زره او ۷۷۰ بېلګې معاینه شوې دي او په هېواد کې د کورونا ویروس د فعالیو پېښو شمېر هم ۱۹ زره او ۴۵۰ پېښو ته رسېږي.
  
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه