Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره تابیاوې

د کندهار سیمه‎ییز چارواکي د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره په دغه ولایت کې د تابیاوو خبر ورکوي.

دوی وايي هر څوک چې له نورو ولایتونو یا بهر نه کندهار ته راځي او یا له دې ولایت نه نورو ولایتونو ته ځي، روغتیايي تګ‌لارې پرې عملي کیږي او معاینه کیږي، او په همدې موخه یې ژېړۍ ولسوالۍ کې روغتیايي کمپ لږول چې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.

د خلکو د معاینې په یوه کمپ کې ډاکټر، محمدشفیق وايي:«‎د ولایت د پریکړې له مخې مو دلته په ژړۍ ولسوالې کې د سړک په غاړه کې دا کمپ جوړ کړ، چې دلته به د لارې د سر مسافر راځي او د داکترانو له لورې به يې روغتیايې معاینه کیږي او بیا که کومه ستونزه يې نلرله له دې ځای څخه به د ترافیکو په مرسته تر ښار تیریږي او بیا به بل ولایت ته ځي.»

د خلکو کتنځي کې بل ډاکټر، نعمت الله زیاتوي:«دا کمپ مو یوازې د مسافر د کتنې لپاره جوړ کړی دی یعني دلته ناروغ یوازې معاینه کیږي، ساتل کیږي نه، له دې ځایه بیا مشکوک کسان په امبولانس کې د کرونا د تداوي ځانګړي روغتون ته انتقالیږي.»

د روغتیایي معایني کولو دغه ټیم ۲۴ ساعته فعالیت کوي او وايي دلته زرګونه کسان معاینه کیږي او په کندهار ښار کې د تم کېدو اجازه هم نه ورکول کیږي.

داکتر محمد عیسی په دې اړه څرګندوي:«‎موږ دلته یو ټیم هغه مسافرو روغتیايي معاینه کوو چې د نورو ولایتونو څخه کندهار ښار ته داخلیږي، هره ورځ زرګونه کسان معاینه کوو، او په دې چې کوم شکمن کس وي، هغه بیا د عینو میني روغتون ته لیږو.»

بل خوا د کندهار عامي روغتیا ریاست وايي د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله کندهار ولایت هم د کرونا ویروس د خپریدو له امله له سخت ګواښ سره مخ دی، د دوی په خبره دمګړی پدغه ولایت کې د کرونا ویروس خپور شوی دی او محاریدل يې ستونزمن شوی دی.

د کندهار د عامي روغتیا رییس، داکتر محمد اشرف نادري وايي:«دا چې کندهار د هرات کابل پر لویه لاره پروت ولایت دی، نو له دغه ولایته په ډېر شمېر کې کسان تیریږي او یا هم ډېری کسان دلته تم کیږي، خو اوس په کندهار ولایت کې د کرونا ویروس خپور شوی دی او محاریدل يې ممکن زموږ لپاره ستونزمن شي، ځکه په تېرو څلرویشت ساعتونو کې موږ اته مثبتې پیښې ثبت کړي دي چې شپږ پيښې يې هیڅ د سفر تاریخچه نلري.»

خو کندهار میشتي پدغه ولایت کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د حکومت پر تدابیرو چمتوالي باندې نیوکه کوي او وايي د حکومتي چارواکو د بیغورۍ له امله ورځ تر بلې د کرونا ویروس مثبتې پيښې مخ په ډیریدو دي.

د کندهار اوسېدونکی، عبدالرسول وايي:« خلک دلته سخت ویریدلي دي، ځکه هره ورځ مثبتې پيښې ثبتیږي او حکومت هم چندان تدابیري چمتوالی نه دی نیولی.»

د کندهار بل اوسېدونکی، سمیع الله زیاتوي:«موږ چې کوم معلومات لرو، په ځانګړي روغتون کې هم امکانات کم دي، که دې وضیعت ته پاملرنه ونشي، ممکن په کندهار ولایت کې به یو لوی ناورین رامنځته شي.»
 
د کندهار د هېواد پر حلقوي سړک باندې پروت ولایت دی، او په دې ورستیو کې د مسافرو د ډېر تګ راتګ له امله پدغه ولایت کې ۲۳ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.

د روغتیایي معاینې ډله ۲۴ ساعته فعالیت کوي او وايي دلته زرګونه کسان معاینه کیږي او په کندهار ښار کې د تم کېدو اجازه هم نه ورکول کیږي.

شریک یي کړئ