Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورونا سره مبارزه، هرات کې ډاکټران په اوونیو کورته نه دي تللي

هغه ډاکټران چې هرات کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي، وايي چې په اوونیو اوونیو خپلو کورونو ته نه دي تللي او د کووېډ نولس ناروغانو ته د رسېدنې په پار په روغتونونو کې پاتې شوې دي.

دغه ډاکټران له خلکو غواړي چې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې عملي کړي او په کورونو کې پاتې شي چې هم د کووېډ نولس ناروغۍ له زیاتوالي مخنیوی وشي او هم هغوی ته استراحت ورکړل شي.

یو له دغو ډاکټرانو محمد ابراهیم بسیم دی. هغه څه د پاسه درې لسیزې کېږي چې د هرات په انتاني روغتون کې دنده ترسره کوي.

محمد ابراهیم بسیم په روسیه کې د ساري ناروغیو په برخه کې تخصص اخیستی او اوس په هرات کې د کووېډ نولس ناروغانو د درملنې او پالنې د مرکز د مسوول په توګه سختې ورځې تېروي.

د انتاني ناروغیو متخصص محمد ابراهیم بسیم په دې اړه وویل:«ډاکټران د خپلو کورنیو له اجازې پرته حاضر شول چې د کووېډ نولس په روغتونونو کې کار وکړي او حتا په ښار کې اتاق ونیسي او ځینو یې خپل کورونه پرېښي دي، تر هغې چې په کووېډ نولس روغتونونو کې کار کوي خپل مور او پلار ته نه ورځي.»

دغه ډاکتر هیله من دی چې په لږو طبي امکاناتو سره په هېواد کې کورونا ویروس ته ماته ورکړي.

په داسې حال کې چې ډاکتران د کووېډ نولس ناروغۍ په وړاندې د مبارزې خبره کوي د هرات سیمه ییزه اداره له خلکو او حکومت څخه غواړي له دغو ډاکترانو مالي او معنوي ملاتړ وکړي.

د هرات د والي مرستیاله مونسه حسن زاده وايي:«زموږ سپینې چپنې والا، ډاکټران، نرسان او هغوی چې له کورونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او ناروغانو ته بیا ژوند ورکوي. موږ د هغوی د ستایلو لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې بېلبورډونه لګولي دي.»

د هرات اوسېدونکي، ډاکتران د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې سرتېري بولي.

د هرات اوسېدونکې حمیرا څرګندوي:«ډاکټران د پولیسو د سرتېرو په توګه فعالیت کوي. باید ډېرو امکاناتو ته لاسرسۍ ولري چې وکړای شي ناروغانو ته پاملرنه وکړي.»

دغه ډاکتران له هېوادوالو غواړي په کووېډنولس ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته جدي پام وکړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د هېواد په لوېدیځ کې هرات له ایران سره ګډه پوله لري، چې په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغۍ د خپرېدا مرکز ګڼل کېږي. په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغۍ لومړنۍ مثبته پېښه په دغه ولایت کې تشخیص شوه؛ هغه ناروغ چې له ایران څخه راستون شوی و.

تر تېرو څو ورځو، دغه ولایت د افغانستان په کچه د کووېډ نولس تر ټولو ډېر ناروغان لرل، خو اوس دغه ځایګی کابل ترلاسه کړی دی.

تراوسه په هرات کې ۳۸۶ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي. ۷ تنه مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور جوړ شوي دي.

شریک یي کړئ