د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو او د سېلاونو له امله، څه باندې ۱۰ تنه نادرکه شوي او څه باندې ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د پنجشیر د والي مرستیال محمد امین صدیقي وايي چې دغه پېښه د چهارشنبې پر شپه (د چنګاښ پر ۲۰ مه) له پورتنیو جهیلونو سره موازي د حصه اول ولسوالۍ پشغور کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د غره د ښویېدو په پایله کې، د پنجشیر له مرکز سره د دوو ولسوالیو نښلوونکې لارې تړل شوې دي.
د ښاغلي صدیقي په وینا، تراوسه ۱۰ تنه نادرکه دي او شونې ده چې د دغې پېښې مرګ ژوبله زیاته شي.
د پنجشیر سیمهییز چارواکي له دولتي ارګانونو، او حوادثو ته د رسېدنې له ملي او نړیوالو سازمانونو بیړنۍ مرسته غواړي.
خو طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دغه پېښه د (پس کندا) حوض په شواخوا د پشغور غره په لوړو کې په احتمالي توګه د طبیعي یخچالونو د لوېدو له امله رامنځته شوې او یوازې دوه ښځې او یوه سړی په دغې پېښه کې وژل شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، چې د ګداره،شجاع خېل، لشکري خېل، رییس خېل، باغ ابا، اسیاب ابي کلیو په ګډون ۱۰ کلي ویجاړ شوي دي. یو جومات او څو هټۍ هم له منځه تللي دي.