Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: امنیتي ځواکونه د ورځې تر ۱۲ عملیات ترسره کوي

په داسې وضعیت کې چې جګړه او تاوتریخوالی د هېواد په بېلابېلو برخو کې پراخ شوی، ملي دفاع وزارت، د هېواد د هوايي ځواکونو له کړنو ستاینه کوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په خبره د هېواد هوايي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې د ورځې تر سل الوتنې ترسره کوي چې له دې ډلې یو شمېر دغه الوتنې د دولت پر مخالفو وسله‎والو د بریدونو لپاره کېږي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:«څه باندې سل ملاتړي او لېږدونکي فعالیتونه ترسره کوي چې له غې ډلې ۸ تر ۱۲ ضربتي دي.»

له بلخوا په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن پکتیا ولایت ته په سفر کې له افغان ځواکونو په ملاتړ ټینګار کوي او وايي د دولت مخالف وسله‎وال به په جګړه کې بریالي نه‎شي.

نېکلسن زیاته کړه: «دا یو پیغام دی دښمنانو ته، نړیواله ټولنه له تاسو سره ده او له تاسو سره به وي او دوی به د جګړې له لارې بریالي نه‎شي.»

ښاغلی نېکلسن، د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک یوځای د هغه څه لپاره چې د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت څېړل ویل شوي، د پنجشنبې په ورځ (دزمري په ۴ مه) دغه ولایت ته تللي وو.

طارق شاه بهرامي په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له هېواده دفاع کولای شي او له خلکو هم ساتنه کولای شي.»

دا په داسې حال کې دي چې په اوسني وخت کې د افغان هوايي ځواکونو د درې برابره کېدو کار روان دی.

د هېواد هوايي ځواک له اغېزمنو پوځیانو بلل کېږي چې په ډېری جګړو کې د ځمکنیو ځواکونو ملاتړي دي.

شریک یي کړئ