پاکستاني رسنیو د شنبې په ورځ (د تلې په ۱۵ مه) رپوټ ورکړی، تمه ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی نن اسلام اباد ته ورسېږي.
د پاکستان ټو دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې زلمی خلیلزاد به له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي خلیل زاد افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته خپل لس ورځنی سفر د پنجشنبې په ورځ پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلي خلیلزاد به د خپل سفر په ترڅ کې هڅه وکړي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پیل ته زمینه برابره کړي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو، د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ګمارل، د افغانستان د سولې خبرو اترو ته د لومړیتوب ورکول بللي وو.
پومپيو، دغې موخې ته د رسېدو لپاره، خلیلزاد ښه ټاکنه بللې او ویلي یې دي چې هغه په افغانستان کې زېږېدلی او لوی شوی او په دغه هېواد کې د کار تجربه هم لري.
هغه زیاته کړه چې ښاغلی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د ماموریت د بریا وړتیا لري.
ښاغلي خلیلزاد د دې ترڅنګ چې په افغانستان او پاکستان کې د کار څو کلنۍ تجربه لري، همدارنګه په عراق او ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د سفیر په توګه هم کار کړی دی.
کهڅه هم امریکې د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی درلود، خو تېر کال دغه دفتر له منځه ولاړ، او د هغه مسوولیت د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز ته وسپارل شو.