له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د بحثونو په لړ کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون وايي له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته به هم یو شمېر امریکايي پوځیان له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په افغانستان کې پاتې شي.
جان بولټون وايي د امریکا د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي له وسلهوالو طالبانو سره په خبرو بوخت دي، چي څه ډول له وسلهوالو طالبانو سره د خبرو په ترڅ کي له تروریزم د مبارزي په برخه کي د امریکا موخې لاسته راوړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون په دې اړه وویل:«ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې د امریکايي ځواکونو یوه برخه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې شي او دا د هغه د بحثونو مرکزي برخه ده، زه درته ویلای شم چې د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي په دې اړه د بحث په حال کې دي ترڅو څرنګه د ډيپلوماسۍ او له طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د امریکا موخې خوندي شي.»
له بلخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی هم د طالبانو له ډلې سره د جرمني د تماسونو خبر ورکوي.
د جرمني حکومت له دغه چارواکي پوښتنه وشوه چې ایا اروپا په تېره بیا جرمني د هغه څه په اړه چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان دي خبر کړای شوی دی؟
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمي ځانګړی استازی مارکوس پوټزیل څرګنده کړه:«زه څه نه شم ویلای ځکه چې موږ نه پوهېږو خو فکر کوم له خپلو امریکايي دوستانو سره یو لړ مشورې لرو، ما په تېرو څو اوونیو کې څو ځله له خلیلزاد سره کتلي او موږ همداراز له طالبانو سره تماسونه لرو.»
اخوا په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي اسلام اباد به د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره هر ډول ممکنې هڅې وکړي.
په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان وايي:«تاسو پوهېږئ چې دا زموږ لپاره مهم دي ترڅو سوله ووینو او له همدې امله موږ په افغانستان کې د سولې د زمینې د برابرولو لپاره هڅې کوو، ډېر خوښ یوو چې نن امریکا او پاکستان په یوه نظر دي.»
د امریکا او طالبانو استازو د خبرو په پنځم پړاو کې په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ د پنځمې ورځې لپاره هم خبرې روانې دي.
که څه هم د دغو خبرو جزییات نه دي روښانه شوي خو ځینې سرچینې وايي دواړه لوري یو لړ هوکړو ته رسېدلي او اوس د دغو موافقو پر جزییاتو خبرې کوي.