د هېواد د فوټبال ملي لوبډله تر راتلوونکو لسو ورځو د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام د غوراوي او د ۲۰۲۳ کال اسیا ملتونو سیالیو کې د قطر په وړاندې بخت وازمايي.
د ملي لوبډلې ځينې غړي هیلهمن دي څو په دغو لوبو کې ښه پایله ترلاسه کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړی فرزاد عطايي په دې اړه وویل:«موږ فډراسیون درک کوو، موږ باید فعلي شرایط ومنو او په تدارکاتي لوبو بسنه ونه کړو، ډاډه یم پایله ترلاسه کوو.»
د ملي لوبډلې بل غړی یامحمد ذکرخېل هم وايي:«د افغانستان د فوټبال فډراسیون باید د لوبو له پیل مخکې موږ ته لږ تر لړه یو تمریمي کمپ نیولی وای.»
بلخوا د افغانستان د فوټبال فډراسیون سرپرست یوسف کارګر په فډراسیون کې د بودیجې د ستونزې په اړه وايي:«هغه بودیجه چې دولت یې هر کال د فوټبال لپاره ټاکي، ناچیزه ده او کابو ۶۰ تر ۷۰ سلنه یې لګول شوې ده.»
په همدې حال کې د بدني روزنې او ملي اولمپیک کمېټې رییس حفیظ ولي رحیمي د فوټبال فډراسیون پر خپلواک والي له ټینګار سره وايي چې په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ لپاره یې ولسمشرۍ ته یو وړاندیز استولی دی.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:«موږ ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دې لپاره وړاندیز استولی او د حکم په تمه یوو، ځکه چې دا سیالۍ ډېرې بودیجې ته اړتیا لري.»
اخوا د بنګلهدېش ملي لوبډلې مرستیال روزونکی اسټوارټ واټکېس وايي چې لوبډله یې کولای شي په دغو سیالیو کې افغانستان مات کړي.
د دغو سیالیو په دویمه لوبه کې موږ به تاجکستان کې د بنګلهدېش کوربه وو، ټاکل شوې ده چې دا لوبه تر راتلوونکو دوه اوونیو ترسره شي.
واټکېس په دې باور دی هغه پوهېږي چې د افغانستان ملي لوبډله له کوم ترکیب سره به ډګر ته ننوځي.
هغه زیاته کړه:«هغه لوبې چې موږ لیدلي، هغوی (افغان لوبغاړي) له یوه مرکزي بریدګر او د۳-۳-۴ ترکیب سره لوبه کوي. هغوی واقعاً یوه غښتلې مرکزي دفاع لري.»
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام غوراوي او د اسیا ملتونو جام سیالیو په پنځمې ډله کې د قطر، عمان، بنګلهدېش او هند سره هم ډلې لوبډله ده.