Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرغني:پر جمهوري نظام او دولتي ځواکونو پر سر به معامله ونه کړم

ولسمشر غني ګواښ کوي که چېرې نړۍ د افغانستان د خلکو له برخلیک سره معامله وکړي، د کابل د رد له ځواب سره به مخ شي.

ولسمشر غني وايي د سولې په بهیر کې به د جمهوریت د نظام او دولتي ځواکونو پر سر د معاملې  لپاره د نړیوالې ټولنې فشارونو ته به تسلیم نه شي.

ولسمشر اشرف غني وویل:«موږ معاملې ته حاضر نه یوو او که چېرې نړۍ وغوښتله په وړاندې یې درېږو او نه ورته وایوو.»

خو د طالبانو ۳۲۰ نورو بندیانو په خوشي کېدو کې ځنډ او د افغانانو ترمنځ خبرو ناڅرګند برخلیک د هېواد د سیاستوالو له نیوکو سره مخ شوی دی.
    
په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال په دې اړه وویل:«درې سفیران د شپږو بندیانو په اړه درېږي او مخالفت کوي، اوس حکومت باید ځواب ورکړي چې ایا د خلکو غږ ورته مهم دی او یا هم دوه یا درې سفیرانو غږ؟»
              
د افغانستان د سولې او ترقۍ د ګوند مشر حاجي دین محمد هم څرګنده کړه:«دا چې فرانسوي او اسټرالیايي ځواکونه وژل شوي مهم دي، خو دا چې څو سوه زره افغانان وژل شوي هغوی مهم نه دي؟»

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د شپږو طالب بندیانو په تړاو د ځينو هېوادونو ملاحظې د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو د خوشي کېدو د بهیر د نه بشپړېدو یو لامل دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې هکله وايي:«د شپږو یا اوو بندیانو په هکله زموږ متحدان ملاحظه لري او دا ملاحظې رسماً له افغان حکومت سره شریک کړل شوي دي.»

طالبانو ته نژدې سرچینې افغان حکومت د افغانانو ترمنځ خبرو پر وړاندې د خنډونو پر جوړولو تورنوي.
     
سیاسي فعال نظرمحمد مطمین څرګندوي:«که چېرې ووايي چې سبا ته د افغانستان د خپلواکۍ ورځ مه لمانځئ چې دلته فرانسویان او اسټرالیایان وژل شوي ایا موږ هغه منو؟»
          
د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر آغا وايي:«تاسې دلته د مېلې او منظرې لپاره راغلي نه یاست چې وژل شوي یاست، دا چې موږ ته مو زیانونه رسولي ایا موږ ته یې بېرته راکوئ؟»

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې په دې بهیر کې پر پاتې مسایلو باید غور وشي څو دا خبرې ژر تر ژره پېل شي.
 
ښاغلی غني وايي چې له طالبانو سره د سولې په بهیر کې، د جمهوریت نظام او د افغانستان د دولتي ځواکونو پر سر به معامله ونه کړي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه