Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې د مذاکراتو د احتمالي منفي پایلو په هکله د حکمتیار ګواښ

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې د دوحې په مذاکراتو کې د حکومت او نورو لوریو د استازو له حضوره پرته، د دغو مذاکراتو پایله به په هېواد کې د جګړې دوام وي.

د حزب اسلامي مشر  ګلبدین حکمتیار د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې پر شپږمه پر افغانستان د شوري ځواکونو د یرغل د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو  کې د هغه څه په تړاو خبرداری ورکوي چې په دوحه کې یې د سولې مذاکراتو احتمالي پایلې ګڼي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل:«د کابل حکومت او په پېښه کې د نورو دخیلو لوریو له حضور پرته، که چېرې ځانګړې تابیاوې ونه نیول شي، د دوحې د معاهدې پایلې به د ژنیو د معاهدې په څېر د جګړې د وام لامل وي.»

ښاغلی حکمتیار د خپلې وینا په بله برخه کې د پلازمېنې پر امنیتي وضعیت نیوکه کوي:«دولت له اجیرو سرتېرو سره ونه توانېد چې امنیت ټينګ کړي؛ موږ دا کار په رضاکارانه توګه ترسره کوو. حکومت دې د حکومتي جوړښتونه، دفترونه، ماڼیو، بانکونو، هوايي ډګر او واټونو امنیت دې ټینګ کړي او د حوزو امنیت دې خلکو ته پرېږدي.»

د دې غونډې ګډونوال وایي چې د سولې پر وړاندې خنډونه باید لېرې شي او په هېواد کې تاوتریخوالی باید کم شي.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین وویل:«د افغانانو ترمنځ د مصالحې بهیر د بیا غور غوښتونکي یوو، او د افغانانو ترمنځ د سولې هغو مذاکراتو چې په هغه کې ټول ګوندونه، شخصیتونه، او د افغانستان په جګړې او سولې بهیر کې ټ،ل مطرحه لوري حضور ولري، یوو.»

د حزب اسلامي غړی عبدالستار خواصي هم زیاته کړه:«هغه پلاوی چې ځي او مذاکره کوي وايي چې هغوی (طالبان) یوازې وايي چې اسلامي نظام... خو تعریف یې نه لري؛ ودې شرمېږي چې د اسلامي نظام تعریف غواړئ!»

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال خو د دغو اندېښنو په هکله داسې وايي:«دغه نظام ته ټولو علماوو، خلکو رایه ورکړې ده؛ نو هېڅوک حق نه لري چې له اسلامي پلوه دا نظام تر پوښتنې لاندې راولي.»

بل خوا د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي له عرب نیوز وېب پاڼې سره په مرکه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې دا ډول وتل به نورې بې ثباتۍ رامنځته کړي.

ښاغلی حکمتیار د خپلې وینا په بله برخه کې د پلازمېنې پر امنیتي وضعیت نیوکه کوي.

شریک یي کړئ