سرچینې د دې پخلی کوی چې کابل کې یوې چاودنې درې تنه وژلي او یو بل کس ټپي کړی دی.
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته پنځه بجې د کابل ښار په برکي سیمه کې رامنځه شوې ده.
تراوسه د دغې چاودنې د بڼې په هکله معلومات په واکې نشته او امنیتي بنسټونه هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دغې پېښې مسوولیت تراوسه هېڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.