Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مدني ټولنې: د خلکو او اسلامي امارت تر منځ دې باور جوړونه وشي

د مدني ټولنو د ملي مشورتي غونډې ګډونوالو په وروستۍ ورځ له هېوادوالو سره د اسلامي امارت په تعامل او له بېلابېلو ډلو په ځانګړې توګه د مدني ټولنو له فعالانو سره د اعتماد په رامنځ‌ته کولو ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د مدني ټولنو ۲۸۳ استازیو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د قربانیانو کورنیو ګډون کړی وو.

د مدني ټولنې فعال مصطفی صدیقي: «د مدني ټولنې فعال مصطفی صدیقي: «د اسلامي لارښوونو او افغاني دودونو سره سم دې د وګړو د بنسټیزو حقونو او همداراز د ټولو عمرونو هلکانو او نجونو لپاره دې د زده‌کړو چمتو کولو او کاري فرصتونو ته د ښځو د لاسرسي په اړه مشورې ورکړي.»

د مدني ټولنې فعاله کریمه رحیمیار: «اسلامي امارت باید د مدني ټولنو ټول ارزښتونو ته قایل شي او موږ له دوی غواړو چې زموږ نجونې شاته یونه‌سي.»

د افغانستان د خلکو د غږ بنسټ رهبري کمېټې غړی محمد رسول تڼی وايي:«دا ډول ناستې افغانان سره نږدې کوي او په اداره کې چې کومې نیمګړتیاوې وې هغه باید پوره او سالمې شي او زموږ د مدني ټولنو فعالیت د افغانستان د ملي ګټور لپاره وکارول شي.»

مالي او اقتصادي ستونزې، د خلکو لپاره د کار او سوداګرې د فرصتونو برابرېدل او نجونو ته د زده‌کړو د زمینې برابرېدل نورې هغه مسالې وې چې په دې غونډه کې پرې ټینګار وشو.

د غونډې تنظیموونکي عبدالرحیم خرم وايي: «ټولنو له اسلامي امارت سره د خپلو چارو د ښه تر سره کېدو په اړه چې د هېواد، خلکو او همداراز د نړیوالې ټولنې په ګټه وي، په تفصیل سره خبرې وکړي.»

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا ډول غونډې په هېواد کې د شته ستونزو د حل لپاره ګټورې ګڼي د دې ټولنو له استازیو غواړي چې له حکومت سره همکاري وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق‌الله عزیري وايي: «څه ستونزې به خامخا موجودې وي، مشکلات به موجود وي، خو دا ستاسو په څير خلکو، پوهانو، قومي مشرانو، پتمنو خویندو په همکارۍ، مشورو، رغنده نظرونو باندې که سل په سلو نه‌شي یو څه (حل) کېږي.»

د مدني ټولنې ملي مشورتي غونډه د سه‌شنبې په ورځ د کابل په سرینا هوټل کې پېل شوه. دا واک ته د اسلامي امارت تر بیا رسېدو وروسته په هېواد کې د مدني ټولنو د غړیو لومړنۍ ستره غونډه ده چې تر سره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه