Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مدني ټولنې فعالان: حکومت دې د هغوی امنیت ته جدي پاملرنه وکړي

د مدنې ټولنې ځینې غړي په هېواد کې د رسنیو د کارکوونکو او د مدنې ټولنې د فعالانو د امنیت په تامین کې د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

هغوی د حکومت له مخالفو وسله والو هم غواړي چې د ولسي وګړو خوندیتوب هم په پام کې ونیسي او د مدني ټولنې فعالان او د رسنیو کارکوونکي په نښه نه کړي.

حسینا کوهستانۍ چې د مدنې ټولنې فعاله ده، وایي چې په دې ورځو کې د پخوا پرتله محدود کار کوي او د مدني ټولنې د فعالانو او  خبریالانو پر وړاندې ګواښونه د دې لامل شوي دي چې په غونډو او لویو پروګرامونو کې لږ حضور لري.
 
مېرمن کوهستانۍ زیاتوي:«دا هم موږ ته د اندېښنې وړ ده او هم زموږ همکارانو او هم نسلانو ته ده، هم زموږ مور او پلار ته یوه ستره اندېښنه ده تر هغې چې موږ کور ته ستنېدو، هغوی څومره پرېښانۍ لري.»

خو د مدني ټولنې دا فعاله ټینګار کوي چې له دې ټولو محدودیتونو سره سره، غواړي چې له هرې شونې لارې خپل کار مخته یوسي.
 
د مدني ټولنې فعاله حسینا کوهستانۍ څرګندوي:«زموږ فعالیتونه چې هېڅ کله نه درېږي، موږ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو، دا ګواښونه هېڅکله زموږ مخه نه شي نیولای.»

په وروستیو نږدې دوو میاشتو کې په هېواد کې  پنځه خبریالان؛ او لږ تر لږه د مدني ټولنې درې فعالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د سه شنبې پر ورځ په کابل کې د مدني ټولنې  فعالانو په یوې غونډه کې د پلان شویو وژنو پر دوام اندېښنه څرګنده کړه.
 
د مدني ټولنې فعال محمد زلمی افغان‌ یار پوپل وايي:«نن که چېرې موږ هدفي ترورونه لرو، که چېرې نن د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي، نن د مدني ټولنې غړي په نښه کوي، هغوی غواړي همدا رسا غږونه باید چوپ شي.»

د مدني ټولنې فعال احمد بلال رحیم‌ یار وویل:«د مدني ټولنې فعالان هغه څوک چې د ملت غږ دي، هغه کسان چې د خلکو غږ دي، او د خلکو له متن څخه دي، باید په نښه نه شي.»

د مدني ټولنې د فعالانو او د رسنیزو فعالانو پر وړاندې پر ګواښونو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي دي چې تر دې وړاندې د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی ویلي دي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې شاوخوا زرو خبریالانو د بېلابېلو علتونو له امله خپل کارونه پرېښې دي.

د نی د شمېرو له مخې په ۲۰۱۴ز کال کې په هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر ۲۴۰۰ تنو ته رسېده.
 
خو د مدني ټولنې ځينې فعالان ټینګار کوي چې له دې ټولو محدودیتونو سره سره، غواړي چې له هرې شونې لارې خپل کار مخته یوسي.

شریک یي کړئ