ځينې دیني علمان په بلخ کې په یوې غونډه کې له اسلامي امارته غواړي چې له ځنډ پرته د نجونو متوسطې او لېسې پرانیزي.
دغه دیني عالمان غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، څو د هېواد ښځينه زده کوونکې له دې پلوه خپلې راتلونکې ته هیله منې وي.
دیني عالم مولوي ابوحامد حمیدالله حمیدي وايي:«موږ په دې باور یوو چې یو هېواد په ټولو برخو کې د علمي کادررونو په لرلو سره د پرمختګ او ترقۍ په لور ګام پورته کوي او دینداره او فاضله سړي او ښځې کولای شي ویښ، هدفمن او ژمن امت وروزي.»
دغه دیني عالمان وایي، چې د نجونو د ښوونځیو تړل د اسلامي امارت پالیسي نه وه او نه ده او له همدې امله د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت الله آخند زاده نه غواړي، چې د یوه فرمان په صادرولو سره د نجونې متوسطې او لېسې ژر تر ژره پرانېزي.
د ابوذرغفاري د دارالعلوم مسوول شیخ محبوب الحق مخدوم زاده څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت مشران د ټولنې زړه سوانده بچیان دي، دوی مسلمانې نجونې خوښوي او غواړي چې د خپلو لوڼو او زامنو په توګه لوستي شي او علم زده کړه کړي.»
په دې غونډه کې دیني عالمان د نجونو زده کړې تر بل هر وخت ارزښتناکې ګڼې او وایي چې له زده کړو نه د نجونو مخنیوی شرعي او دیني اړخ نه لري او نجونې کولای شي چې د اسلامي حجاب په رعایت سره خپلې زده کړې وکړي.
دیني عالم شیخ محمد سعید هاشمي وویل:«له امیر المومنین هبت الله اخنده او ټولو چارواکو چې په دې موضوع پورې تړاو لري هیله لرو چې ډېر ژر ښوونځي پرانیزي.»
د ښوونیز کال له پېل راهیسې په ټول هېواد کې د نجونو متوسطې او لېسې تړلې پاتې شوي، چې دغه کار په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په دې اړه مو اندونه