د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د مرستو یوه بسته چې څلور ټنه درمل پهکې شامل دي، د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون ته سپارل شوې ده.
د اندراګانډي روغتون مسوولین د هند له دې مرستو په ستاینې سره وايي، دا روغتون ځینو نورو درملو او طبي وسایلو ته اړتیا لري.
د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون د ډاکټرانو مشر محمد اقبال صادق وايي: «د کنسر (سرطان) درمل چې ګرانې هم دي، زموږ د روغتون لپاره ورته اشده اړتیا ده. د دې ټولو ژمنه یې کړې او انشاء الله چې دا به له موږ سره مرسته کوي.»
له بل لوري یو شمېر ډاکټران وايي، د هېواد په لرو پرتو سیمو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره یو شمېر متخصصو ډاکټرانو ته په جدي توګه اړتیا لري.
د خوارځواکۍ متخصص همایون لودين وايي: «هغه توکي چې د خوارځواکۍ لپاره دي، د خوارځواکۍ شریکوانو له لوري په کافي اندازه برابر شوي دي، خو له بده مرغه د موږ په روغتيايي مرکزونو کې د خوارځواکۍ کافي کارکوونکي نهلرو.»
یو ډاکټر سید خالد راشد وايي: «پهدې مرکزونو کې دې د سرطان څانګې تجهیز شي، زموږ هېوادوال به بهر تګ ته نه اړ کېږي چې په اوږدو لیکو کې د ویزو اخیستلو لپاره ودرېږي او له نړیوالو مرسته کوونکو زموږ غوښتنه همدا ده چې پهدې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، څو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږيږي.»
هند له تېر یوه کال راهیسې له افغانستان سره ۳۲ ټُنه د درملو مرسته کړې ده.
په دې اړه مو اندونه