Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو پر تړلو پاتې کېدو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال نیوکه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې له زده کړو د نجونو د مخنیوي لپاره هېڅ شرعي دلیل نشته او د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو لپاره هېڅ پلمه نشته.

ښاغلي ستانکزی په هغو مراسمو کې چې د ګرځندویۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت په دارالامان ماڼۍ کې جوړ شوي وو، زیاتوي چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو تړل پاتې کېدل د ملت او حکومت ترمنځ واټن زیاتوي.

نوموړي زیاته کړه:«تعلیم په ښځه او نر فرض دی. علمای کرام دلته موجود دي هېڅوک یې د دې له فرضیته انکار نه شي کولای، دا مطلق فرض دی په نر او ښځو باندې فرض دی، هېڅوک هېڅ دلیل نه لري له دې پرته چې یا به یې د طبعیت خبره وي چې زه دا نه منل یا دا ده یا هغه ده، شرعي دلیل هېڅوک نه لري، دلته په لسګونه او سلګونو فتواوې دي، زموږ ملکت له جهدو علماوو ډک دی د نړۍ په سطحه جهد علما دي او ټول په دې باندې موافق دي باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه مساعده شي، افغانستان کې باید ژر تر ژره د ټولو په مخ د ښوونځیو او مدرسو دروازې پرانیستل شي.»

له بلخوا، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د دنیوي علم زده کړه د ښځو لپاره مباح بولي:«دنیوي تعلیم مباح دی حضراتو! او کله چې مباح او د امیر ترمنځ تعرض راشيد امیر حکم بیا واجب دی، د ذکورو تعلیم دنیا مباح دی.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه د نظر اختلاف موجود دی.

د سیاسي چارو کارپوه سید قریب الله سادات وايي:«باید ښاري او کليوال نظرونه هم باید لرې کړل شي، له بده مرغه دغه دوه تل سره په ټکر کې دي هیله لرو چې دغه لیدلوري مسنجم شي او د افغانستان د ژغورنې په هکله فکر وشي.»

یو شمېر نجونې چې له زده کړو بې برخې شوې له اسلامي امارته غواړي ژرترژره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

زده کوونکې ثنا وویل:«له پوهنې وزارته دا غوښتنه لرو چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي چې ټول زده کوونکي خپل له لاسه ورکړې هیلې بېرته ترلاسه کړي.»

د کندهار د ولایتي شورا مخکینی رییس حبیب الله آغا چې تازه د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی، د دوشنبې په ورځ یې خپل کار پیل کړ.
 
له بلخوا، د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د دنیوي علم زده کړه د ښځو لپاره مباح بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه