دفاع وزارت، د امریکا لهخوا د هېواد د هوایي حریم پر نقض نیوکه کوي. د یاد وزارت لوی درستیز وایي، سرپرست حکومت به په راتلونکي کې په ښه ډول د هېواد هوايي حریم اداره کړي.
فصیح الدین فطرت له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، داسې هڅې روانې دي چې د ملي دفاع وزارت ځواکونه تر دې هم مسلکي شي.
لوی درستیز فصیحالدین فطرت زیاتوي: «که څه هم د هوکړهلیک یوه برخه هم وه، په ځلونو ترې سرغړونه شوې ده. له امریکايي اړخ سره په ځلونو شریکه شوې، له سره-سره، بیا هم ترې سرغړونه شوې ده.»
نوموړی زیاتوي، په راتلونکې کې به د اردو د ځواکونو شمېر له ۱۵۰ زرو ۲۰۰ زرو ته ورسېږي.
ښاغلی فطرت وايي: «تمه لرو چې له دې نوره هم اردو پراخه کړو او انشاء الله په راتلونکې کال کې تر ۱۵۰ زرو تر ۱۷۰ زرو ورسوو او ورو-ورو یې تر ۲۰۰ زرو ورسوو.»
بلخوا د پوځي چارو شنونکي وايي، افغانستان باید له خپل هوايي حریم د دفاع لپاره د عسکرو بېلابېل ټولګي ولري.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «افغانستان لږ تر لږه ګاونډیو او خپل نفوس ته په کتو اردو ولري. داسې اردو چې هوايي ځواک، توپچي ځواک، ځمکنی ځواب او د هوا دفاع ځواک او نورې بېلابېل عسکري ټولګي ولري.»
د پوځي چارو یو بل کار سرور نیازی زیاتوي: «د افغانستان له هوايي حریمه دفاع د طالبانو حکومت لپاره ډېره اندېښمنونکې ده، ځکه د افغانستان په فضاء کې چې د کومو هېوادونو الوتکې ګرځي، ډېرې پرمختللې دي.»
له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د افغانستان د پوځ روزنه یو له ډېر لګښت لرونکو برخو شمېرل کېږي، خو د تېر نظام له رانسکورېدو وروسته د افغانستان ۳۵۰ زره کسیزه اردو وپاشل شوه.
د ویلو ده چې د افغانستان اردو په څو لسیزو کې څو وارې پاشل شوې او همداراز یې نظامي تجهیزات هم لوټ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه