د ۷۷ ترکي شرکت چمتو دی چې په افغانستان کې د بادي برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.
د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید د همکارۍ تړون نن (سېشنبې) د اوبو او انرژۍ وزارت او د دغه شرکت له مسوول ترمنځ لاسلیک شو.
د دغې هوکړې له مخې، ۷۷ ترکي شرکت به د افغانستان د بادي انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې وکړي او تر راتلونکو دوو کلونو به په هرات ولایت کې ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا ترلاسه شي.
د ۷۷ ترکي شرکت رییس سلیمان جیلیو وايي:«هغه هوکړه چې، نن د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید په تړاو لاسلیک شوه، په راتلونکو دوو کلونو کې به فعال شي. د دغې چارې لپاره باید ژر تر ژره عملي ګامونه پورته شي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، په نړۍ کې د یو میګا واټ بادي برېښنا ارزښت ۱ تر ۱ اعشاریه ۵ مېلیونه ډالرو اټکل شوې او په وینا یې د هرات ولایت له سروې وروسته به د دغې پانګونې کچه هم مشخصه شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ پروګرامونو رییس فرهاد محمودي وايي:«بادي پروژې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې بیې لري، کېدای شي چې یو مېګاواټ برېښنا له یو مېلیون تر یو مېلیون او ۵۰۰ زره ډالرو اټکل کړو.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي دي. نوموړی له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غواړي چې، په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخو کې پانګونې وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور څرګندوي:«هغه شرکتونه او پانګوال چې له هېواده بهر یې پانګونه کړې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره له خپلو شرکتونو بودیجه واخلي.»
تر دې مخکې دغه ترکي شرکت د ۱۶۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سر د کجکي بند د برېښنا د تولید کچه تر ۱۰۰ میګاواټه لوړه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه