د ملي امنیت لوی ریاست وايي چې د کندهار والي په مېلمستون کې برید د حکومت، ناټو او عربو متحده اماراتو له خوا څېړل کېږي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ولسمشر اشرف غني په سپارښتنه د افغانستان امنیتي کارپوهانو په ګډون د ناټو به مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او عربي متحده اماراتو ګډ پلاوی به د کندهار والي په مېلمستون کې د چاودنې په اړه پلتنې کوي.
د خبرپاڼې په بنسټ، ویل شوي دي چې د چاودنې په اړه لومړنۍ څېړنې له افغانستان څخه بهر د برید طرحه کول ښیې.
ویل شوي دي چې دا برید کوټې ته د نېږدې د پاکستان په یوه سیمه کې د "مولوی احمد قندهاري" مدرسه کې پلان شوی وه.
مخکې له دې د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د برید په اړه د حقاني ډله ګرمه بللې وه.
د تېرې سېشنبې پر ورځ د کندهار والي په مېلمستون کې د کوچونو لاندې بمونه ځای پر ځای شوي وه چې په کې د عربي متحده ایالاتونو ۵ اتباعو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او په کابل کې د دې هېواد سفیر او د کندهار والي په ګډون ۱۸ تنه نور یې ټپیان کړل.